د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ پیل شوې، امریکا لومړۍ لوبه وګټله


د ۲۰۲۴ کال د کرکټ د شلو اورونو د لوبو نړیوال جام سیالۍ تېره شپه جون لومړۍ (جوزا۲۱) دمتحدو ایالتونو د تکساز د دالاس په ښار کې پیل شوې.

لومړۍ لوبه د کوربه متحدو ایالتونو او کاناډا ترمنځ وه چې متحدو ایالتونو وګټله.

د ۲۰ هېوادونو ترمنځ دا لوبې په متحدو ایالتونو او ویسټ انډیز کې کېږي.

په لومړۍ لوبې کې د کاناډا لوبډلې متحدو ایالتونو ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکله. د کاناډا په لوبډلې کې دوو لوبغاړو دالیوال او نیکولاس پنځوسیزې وکړې.

متحدو ایالتونو دا هدف په اتلسم اور کې پوره کړ. د متحدو ایالتونو ایرن جونس ۹۴ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. بل لوبغاړي انډریس یې هم ۶۵ منډې وکړې او خپله لومړۍ بریا یې ثبت کړه.

د لوبې غور لوبغاړی ارون جونس شو. دا لومړی ځل دی چې متحده ایالتونه له ویسټ انډیز سره په ګډه د شل اوریز نړیوال جام کوربتوب په غاړه لري.

نن یکشنبه دوې لوبې دي، لومړۍ لوبه یې د ویسټ انډیز او پاپوا نیوګیني ترمنځ او دویمه یې د عمان او نامیبا ترمنځ دي.

په دغه نړیوال جام کې افغانستان هم لوبېږي او لومړۍ لوبه یې د سبا دوشنبه له یوګاندا سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG