د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني پارلمان د چرسو قانوني کیدو ته رایه ورکړه


د جرمني پارلمان د چرسو قانوني کیدو ته رایه ورکړه
د جرمني پارلمان د چرسو قانوني کیدو ته رایه ورکړه

د جرمني پارلمان د فبرورۍ ۲۳ (کب ۴) د چرسو درلودلو ته رایه ورکړه.

د نوي قانون له مخې به دا ممکن شي چې د چرسو د کښت د تنظیم شویو اتحادیو له لارې یو شخص په ورځ کې تر ۲۵ ګرامه پورې چرس د شخصي استعمال لپاره ترلاسه کړي ، او همدارنګه په خپل کور کې د چرسو تر دریو بوټو پورې وکري.

خو، د مخدره توکو درلودل او کارول به د ۱۸ څخه کم عمر لرونکو وګړو ته منع وي.

د رایې ورکولو دمخه، د جرمني د روغتیا وزیر کارل لوټرباخ د پارلمان په غړو غږ وکړ چې ددې جنجالي قانون ملاتړ وکړي او استدلال یې وکړ چې "هغه وضعیت چې موږ اوس ورسره مخ یو، په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی."

د جرمني د روغتیا وزیر لوټرباخ چې د صدراعظم اولاف شولتز د سوسیال دیموکرات ګوند غړی دی وایي، په جرمني کې د هغو ځوانانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې په تور بازار کې ترلاسه شوي چرس کاروي، کوم چې ددې توکي د جوړښت په اړه هیڅ تضمین نشته.

خو، د مخالف ګوند مسیحي دموکراتانو اتحاد (CDU) غړې سیمونا بورشارټ وویل چې نوی قانون به یوازې د ځوانانو لپاره روغتیايي خطرونه ډیر کړي او د روغتیا د وزیر لوټرباخ ډاډ یې "د شونډو له خدمت څخه نور څه ونه" باله.

میرمن بورشارټ د شولتز په ایتلافي حکومت کې درې ګوندونه تورن کړل چې "د خپلې ایډیالوژۍ لپاره پالیسي جوړوي نه د هیواد لپاره."

د چرسو قانون هم د شولتز د سوسیال دیموکراتانو، زرغون ګوند او لیبرال ګوند (FDP) د ایتلاف پر وخت یوه ستونزمنه موضوع وه.

په خپل ایتلافي تړون کې، دغو دریو ګوندونو ژمنه کړې وه چې مخ په وړاندې ولاړ شي او اجازه ورکړي چې چرس په پلورنځیو کې وپلورل شي.

پدې نوي قانون د طبي اتحادیو او روغتیایې ډلو لخوا هم په پراخه کچه نیوکې شوي.

د جرمني عام خلک هم پدې مسلې سره ویشل شوي دي: د یوې نظر پوښتنې له مخې چې YouGov ترسره کړې او د جمعې په ورځ خپره شوې، ۴۷ سلنه د دې پلان په ملاتر او ۴۲ سلنه یې مخالف دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG