هلمند – د افغانستان د نشه يي توکو مرکز
د پراخې کرهڼیزې ځمکې دا ولایت د افغانستان تر نیمايي زیات مخدرات تولیدوي او د تاریاکو په خرڅلاو، د هیروینو په پروسس او له ګڼو مسیرونو د نشه يي توکو په قاچاق مشهور دی. امریکا غږ په هلمند کې د کوکنارو له کروندو څخه د بزګرانو پر حال، د تاریاکو پر خرڅلاوو، د قاچاقبرو په کاروبار، د طالبانو د واکمنۍ په لومړنۍ یوه کلنه موده کې د نشه يي توکو پر وضعیت او په راتلونکو ګواښونو دغه مستند جوړ کړی دی.