د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د ریل ګاډو په ټکر کې لږ تر لږه ۲۸۸ تنه مړه شوي


هندي چارواکي وايي، د جمعې په ورځ جون دویمه (غبرګولي ۱۲) ددغه هېواد په اودیشا ایالت کې د څو ریل ګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۸۸کسان مړه شوي او څه باندې ۹۰۰ نور ټپي شويدي.

چارواکو او عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د کورومندیل اکسپرس مسافر وړونکی ریل ګاډی د اودیشا له مرکز بھوبنیشور څخه ۲۰۰ کیلومتره لیرې د بالاسور په سیمه کې د یو بار وړونکي ریل ګاډي سره ټکر کړی دی.

د اودیشا د اعلی وزیر سلاکار پردیپ جینا وویل چې په پیښه کې یو بل مسافر وړونکی ریل ګاډی هم ښکیل و، خو تراوسه د پیښو ترتیب لا ندی روښانه.

ویل کیږي چې ډیر مسافر د ټکر شویو ریل ګاډو لاندې بند پاتې دي.

د بالاسور د پولیسو یوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د ډیری ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی، خو "تر اوسه جزیات روښانه نه دي ځکه چې د ژغورنې ټیمونه له د پېښې په ځای کې دي."

د جینا د دفتر ویاند، ایس کی پینډا هم وویل چې تلفات او د سیمې وضعیت "تر اوسه روښانه نه دی ځکه چې دا یوه لویه پیښه ده."

پینډا وویل: "زموږ تمه دا ده چې د ژغورنې کار به لږترلږه تر سبا سهار پورې دوام وکړي. موږ د پیښې د قربانیانو دپاره د ایالت د مرکز ټول لوی دولتي او خصوصي روغتونونه چمتو کړي ترڅو د ټپیانو درملنه وکړي."

ویاند زیاته کړه چې "۷۵ امبولانسونه او بسونه د پېښې ځای ته لیږل شوي ترڅو د پیښې قربانیان او ژوندي پاتې کسان انتقال کړي."

د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې ددې پېښې په اړه خواشینی شوی دی. نوموړي په یوه ټویټ کې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي کړې ده.

په هند کې له دې وړاندې هم د ریل ګاډو د ټکر پېښې رامنځته شوي دي، خو پدې برخه کې پدې وروستیو کې د پانګونې ډیرېدو او تخنیکي پرمختګونو د هند د ریل په سیستم کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړی دی.

XS
SM
MD
LG