د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو ساتنې ادارې له طالبانو وغوښتل د نجونو په زده کړو بندیز ژر لېرې کړي


د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (Save the Children) په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره په دغه هیواد کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو خلاصولو باندې ټینګار کړی دی.

دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۵) په دې اړه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره باید په دغه هیواد کې د نجونو پر زده کړو ۱۸ میاشتنی بندیز پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د مارچ میاشتې پر ۲۱مه د افغانستان په سړو او مرکزي سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شي، خو معلومه نه ده چې دغه ښوونځي به پرانیستل شي او کنه.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې استازې اولیویه پرانچي پدې اړه ویلي: "دا ډېره مهمه ده چې نجونې د ښوونځیو له پرانیستلو پاتې نشي، موږ له طالبانو څخه غواړو چې نجونو ته اجازه ورکړي چې له کوم ځنډ پرته ښوونځيو ته ولاړې شي."

د ماشومانو د ساتنې دغه سازمان ویلي چې څه باندې درې میلیون نجونې چې مخکې په منځنیو ښوونځيو کې زده کړې کولې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له زده کړو څخه محرومې شوي دي.

دغې نړیوالې ادارې د طالبانو حکومت څخه غوښتي چې د مارچ پر ۲۱مه په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیلېدو سره د نجونو پر زده کړو بندیز سمدستي لیري کړي.

د یادې ادارې د اعلامیې له مخې که د نجونو منځني ښوونځي د طالبانو حکومت لخوا نه پرانیستل شي، دا به د ماشومانو د ودونو زیاتوالي، د افغانستان د راتلونکی نیمايي نسل له کاري ځواک څخه د محرومیت او په کورنیو کې د فقر او بېوزلۍ زیاتېدو سبب شي چې د افغانستان پر راتلوونکې به هم ژور اغېز ولري.

په دغه بیان کې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې د استازې اولیویه پرانچي له قوله ویل شوي: "افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې پکې له تعلیم څخه منعه دي. له دې سره دلته نجونې د خپل ښه راتلونکې په اړه هڅې کوي او دوی پوهیږي چې د بریالیتوب ښه لار ښوونځی دی.کله چې د هغوی زده کړې لنډیږي، هغوی ډېر ژر په کم عمر کې ودولو، تاوتریخوالي، ناوړه چلند او د تاوتریخوالي له نورو ډولونو سره مخ کیږي."

د عایشې په نوم ۱۶ کلنه افغانه نجلۍ چې د ماشومانو د ساتنې ادارې په مرسته یې تر شپږم ټولګي پوري زده کړي دغې ادارې ته ویلي چې غواړي خپلو زده کړو ته د پوهنتون تر کچې دوام ورکړي.

د نوموړې نجلۍ مور خدیجې هم د ماشومانو د ساتنې ادارې ته ویلي که چیري د تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي نه پرانیستل شي دوی به د اقتصادي ستونزو له امله خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امرثاني پورې بندل کړل.

د طالبانو د پوهنې وزارت هغه مهال ویلي وو چې دوی د نجونو ښوونځيو بیرته پرانیستلو په اړه پر یوې هر اړخیزې طرحې او یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، خو د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم د یادې طرحې بشپړېدو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت پرېکړو زیات غبرګونونه پارولي او د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو، نړیوالې ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو پر خلاصولو باندې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG