افغان نانوای چې غواړي د سوک وهنې اتل شي
د پيښور دغه ورزشي کلب کې د ګڼو ورزشکارانو له ډلې یو هم موسی کلیم دی چې کرۍ ورځ په یوې نانوایۍ کې ډوډۍ پخوي او خپل فارغ وخت کې د سوک وهنې ورزش کوي. موسی وایي په خپل هیواد کې د فرصتونو نشتوالي له کبله کډوالۍ ته مجبور شوی او په ځینو سیالیو کې د افغان لوبغاړو په وړاندې د پاکستان استازیتوب هم کړی.