نن د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، خو د افغان نجونو لویه برخه منځنیو او لیسه ښوونځیو ته نه ځي. له یو کال څخه زیات وخت کیږي چې طالبانو په افغانستان کې پر ښوونځیو بندیز لګولی. په پېښور کې د بشري حقونو یو شمیر کارکونکو، فعالینو او زده کوونکو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د لرې کولو لپاره خپل اواز اوچت کړ. دوی وويل، چې زده کړه د انسان اساسي حق دی او د نړۍ په هر ګوټ کې يې بايد درناوی او ساتنه وشي. شاهين افريدی امريکا غږ