په کابل کې په نشه یي توکیو اخته یو معتاد وايي، چې د کورنۍ نورو غړو د پلار له میراث محروم کړی او دا چې معتاد دی هیڅوک یې د میراث په اخیستو کې ورسره مرسته نه کوي.
دا معتاد چې ذبیح الله نومیږي او د کابل ولایت اوسیدونکی دی وايي، چې هر چاته یې د میراث په اخیستو کې د مرستې غږ کړی ښه یې ندي ورسره کړي.
دا معتاد وايي: ”یو څه ارث میراث چې ماته رسیده...هیڅوک داسې پیدا نشو چې کمک را سره وکړي. هر چاته مې چې لاس وړاندې کړ هغه داسې کار را باندې وکړ چې بد بدتر شو“.
ذبیح الله له اتو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدی دی. د هغه په ويناء د لومړي ځل لپاره په ایران کې هغه وخت په مخدره موادو اخته شو چې لا ځوان وه او د شاقه تعمیراتي کارونو سره لا ډیر بلد نه وو. دی وايي، د ډیر کار د درد د کمولو لپاره یې تریاک کارول.
هغه وویل: "اول مې همداسې لږ- لږ تاریاک خوړل چې تاریاک به مې وخوړل کار به مې ډير کاوه او په ستونزو باندې نه پوهیدو هماغه وه چې ورو- ورو تر پوډرو پورې ورسیدو."
د ذبیح الله په خبره، ایران ته یې د تګ دلیل په افغانستان کې د بې کارۍ له وجهې و تر څو خپلې کونډې مور او خور ته نفقه وګټي خو هلته د نشې په لومه کې بند پاتې شو.
هغه وویل: "مکتبونه بنده سوه جنګونه وه کار او بار نه وه. زه هم مجبوره سوم چې د کورنۍ خرچه پیدا کړم، پلار نه لرم. زه یو کلن وم چې پلار مې شهید سوی ده. د مور او خور لپاره مجبوره سوم چې لاړمه ایران ته د کار لپاره، هلته چې لاړو بس نو ورو ورو په دې عمل باندې اخته سوم کله چې معتاد سومه نو واده مې ونه کړ."
ذبیح الله ګیله من دی او وایې دا چې د مخدره موادو اسعتمال یې یو ځل پریښوده خو د کورنۍ له خوا یې ملاتړ ونشو ځکه د پلار څخه ورپاتې میراث ته یې توربرونو او ناسکه وروڼو سترګې پټې کړي دي.
دی وايي، چې د معتاد مرګ هم له خواریو سره دی او دی تل د خپلو ملګرو معتادینو د مرګ شاهد وي، چې د پلونو لاندې مري.