د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرستوفر برګر وايي چې هېواد یې ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په هره میاشت کې ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، جرمني ته انتقالوي، خو وايي چې دا کار ستونزمن دی.
نوموړي امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د دې پروګرام لویه ستونزه دا ده چې په جرمني کې د افغانستان سفارت فعال نه دی او اکثریت هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي، پاسپورټونه نلري او له هېواد څخه یې اېستل نا ممکن دي.
نوموړي زیاته کړه: «غواړو دې خلکو ته د اینده امید او د خپلې ارادې هیله ورکړو. ځکه چې د افغانستان په اړه د مسئولیت احساس لرو. د افغانانو د منلو دا بشري پروګرام مو د هغو خلکو سره د مرستې لپاره پيل کړی چي د خپلې کاري سابقې، د ښځو د حقونو لپاره د ژمنتیا، د بشري حقونو، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د کار کولو، سیاست، رسنیو، پوهنې، فرهنګ او یا هم د خپل جنسیت او مذهب له کبله له مجازاتو او خطر سره مخامخ دي.»
د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دغه پروګرام کې به لومړیتوب هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو له راتګ وروسته له خطر سره مخامخ دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، هېواد به یې ونشي کولای چې له خطر سره مخامخ ټول خلک له افغانستان څخه وباسي او همدغه راز په یوه میاشت کې د ۱۰۰۰ کسانو اېستل به هم ټولو ته کافي نه وي.
هغه دا پروګرام «ډېر ډېر ستونزمن» یاد کړ او وې ویل: «موږ اوس په افغانستان کې فعال سفارت نلرو او د خلکو د وضعیت ارزولو لپاره زموږ ظرفیت ډېر محدود دی او له دې پلوه باید په جرمني کې دننه په بېلا بېلو بنسټونو او مدني ټولنو باندې تکیه وکړو. هغوی په افغانستان کې د خپلو شبکو او فعالیتونو له لارې د دغو خلکو په اړه لومړي لاس معلومات لري.»
هغه وویل چې یو شمېر خلک په افغانستان کې دننه د دغه پروګرام لپاره وړ دي، خو پاسپورټونه نلري، اېستل یې سخت دي او طالبان هم ورته د وتلو اجازه نه ورکوي. هغه وویل: «کوم خلک چې پاسپورت نلري، د یوې لویې ستونزې په توګه به پاتې شي.»
هغه زیاته کړه: «ضرورت ډېر دی. ډېر خلک به غوښتنلیکونه وسپاري. هغه څه چې مې تشریح کړل، هڅه به وکړو هغه موارد چې عاجل وي، په ګوته کړو. دا پروګرام د هغو افغانانو لپاره ځانګړی دی چې اوس په هغه هېواد کې اوسېږي، موږ احساس کوو چې هغوی له ډېر خطر سره مخامخ دي.»
کرستوفر برګر وویل چې په دغه پروګرام کې به نوې قضیې نه ثبتېږي بلکې هغو پېښو ته به رسیدګي کې کېږي چې د جرمني دولتي ادارو او بنسټونو د خپلو مخکینیو معلوماتو په اساس د بهرنیو چارو وزرات ته سپارلې دي.
خو هغه زیاته کړه چې ممکن په اینده کې نوې قضیې هم ثبتې او ومنل شي.
هغه وویل: «دا مهال په افغانستان کې نژدې ۱۲۰۰۰ هغه افغانان چې د جرمني سره قراردادیان وو، پاتې دي، جرمني هغوی رسمآ منلي دي، خو د هغو ستونزو له کبله چې یادې مې کړې، لا انتقال شوي نه دي... په دې سربېره یوه بله لویه ډله خلک هم شته چې له جرمني سره یې کار کړی او هلته پاتې دي او کارونه یې روان دي چې د جرمني د پخوانیو قراردادیانو په توګه وپېژندل شي.»
د رویټرز خبري اژانس وايي چې د جرمني حکومت له څه باندې یو کال راهېسې شاوخوا ۲۶۰۰۰ هغه افغانان جرمني ته انتقال کړي چې ژوند یې په خطر کې و.