د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د ۱۲ ملکي کسانو په وژنې اعتراف کړی


د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۷(تلې پنځمه) د یو راپور په خپرولو سره اعتراف کړی چې د امریکا پوځيانو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲ ملکي کسان وژلي‌ چې ټول په افغانستان کې وو.

پنټاګون په دې راپور کې زیاته کړې، د دوی ارزونې ښکاره کوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د متحدو ایالتونو د نظامي عملیاتو له امله په افغانستان کې کابو ۱۲ کسان وژل شوي او د پنځو په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

د متحدو ایالتونو کانګرس د ۲۰۱۸ کال راهیسې ددغه هیواد دفاع وزارت اړ کړی څو هغوی ته خپل کلنی راپور وړاندې کړي او د هغو ملکي کسانو په اړه معلومات ورکړي چې د امریکا د عملیاتو له امله د نړۍ په بیلابیلو برخو کې مړه او یا هم ټپي کیږي. خو ددې راپور یو شمیر برخې پټي وي.

ددغه راپور له مخې "ټول کسان په افغانستان کې وژل شوي دي".

له دې مخکې پنټاګون اعتراف کړی و چې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اوو ماشومانو په ګدون لس ملکي کسان چې د یوې کورنۍ غړي وو، وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د ۲۹ په برید کې چې ګمان کیده د داعش پر یو موټر شوی، یوه له غمه ډکه پيښه وه. خو ټیګار یې وکړ چې یاد وزارت هیڅ قانون نقض کړی ندی.

د پنټاګون د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په اتمه یو ملکي کسن په هرات کې او د همدې کال د اګست په ۱۱ یو بل ملکي کس په کندهار کې د امریکا په بریدونو کې وژل شوي دي. د راپور په وینا، دوه ملکي کسان د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۱۸ په کندهار کې ټپیان شوي دي.

سربیره پر دې، امریکایي پوځيانو اعتراض کړی دی چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نیټه د سومالیا په قونیو بارو سیمه کې د هغوی په هوایي برید کې یو ملکي کس ټپي شوی دی.

د پنټاګون د بیا ځلي ارزونو له مخې، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ په سوریه کې د پخوانیو ارقامو په نسبت په ملکي کسانو کې لس کسان مړه او ۱۸ ټپیان زیات وو.

خو د غیر حکومتي سازمانونو ارزونې ښکاره کوي چې په جګړه ځپلو سیمو کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ډیر ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د Airwars په نامه غیر حکومتي سازمان چې د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې په هوایي بریدونو کې د ملکي کسانو تلفات راغونډوي، د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې په راپور کې ویلي دي چې یوازې په سوریه کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۱۵ تر ۲۷ ملکي کسان وژل شوي دي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د ۲۰۲۲ کال په جنوري میاشت کې د خپل هیواد پوځيانو ته د یو لیک په استولو سره د ملکي کسانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د ډیرو اقداماتو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونو د امریکا شهرت ته زیان ورساوه.

آسټن د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې په دې لیک کې تر خپلې قومندې لاندې نظامیانو ته وویل چې د ملکي کسانو ساتنه یو ضروري ستراتیژیک او اخلاقي اقدام دی.

XS
SM
MD
LG