یو طالب چارواکي ویلي دي چې ټاکل شوېده په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نږې راتلونکي کې "د سیاستوالو په ګډون د افغانانو د ملي مجموعې غونډه" جوړه کړي.
د باختر خبري آژانس د طالبانو د ویاند د مرستیال انعام الله سمنګاني په حواله د شنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) راپور ورکړی چې د یادې ډلې سیاسي کمیسیون ددې غونډې پر جوړیدو کار کوي او د غونډې د طرحې له نهایي کیدو وروسته، اجندا او د غونډې د ترسره کیدو وخت معلومیږي.
د افغانستان معاصر تاریخ تل د عمده مسایلو په اړه د لویو جرګو او مشورتي غونډو شاهد پاتې شوی دی. خو د طالبانو ویاند په خپلو خبرو کې د لویي جرګې له نوم څخه ډډه وکړه.
ددغې غونډې طرحه په داسې حال کې د طالبانو له خوا مطرح شوې ده چې تر اوسه د نهو میاشتو په تیریدو هیڅ هیواد طالبان په رسمیت پيژندلي ندي.
د طالبانو په واکمنیدو سره داسې ګمان کیده چې په افغانستان کې به امنیتي وضعیت ښه شي خو د کابل، کندز، بلخ، ننګرهار په ګډون د افغانستان بیلابیل ولایتونه د سختو چاودنو شاهدان پاتې شوي په خاص ډول په جوماتونو کې.
ددغه پيښو له امله چې تر ډیره یې مسولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی په سل ګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
ددې تر څنګ د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د افغانستان په څو ولایتونو په خاص ډول پنجشیر ولایت او د بغلان ولایت په اندراب کې د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړی دی.
د غونډې د ترسره کیدو موثریت
د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د پخواني حکومت شارژدافیر عظیم الله ورسجي چې اوس په امریکا کې دی امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو لویي غونډې ته هیله من ندی.
ښاغلي ورسجي وویل:" طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت د خپل حکومت نه پيژندلو، په هیواد کې د خلکو د پراخو مخالفتونو زیاتیدو، د همه شموله حکومت د جوړیدو لپاره زیاتیدونکو غوښتنو ته په کتو ، د تیرو حکومتونو باطلو او ناکاره کړنو او ابزارو ته مخه کړې ده. په داسې حال کې چې د حاکمیت د مشروعیت یوازینۍ سرچینه د خلکو د غوښتنو منل دي نه نمایشي او غیر مردمي جرګو جوړیدل."
د افغانستان د پخواني حکومت مرستیال امرالله صالح په فیسبوک کې خپور شوي پیغام په یوې برخه کې لیکلي هغه غونډه چې ټاکل شویده طالبان یې جوړه کړي ، په افغانستان کې د مخالفینو او میرمنو له حضور پرته د واکمنې ډلې د قدرت د پیاوړې کیدو دوام دی.
ښاغلي صالح په دې پيغام کې لیکي:" د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کیدل چې نظارت یې داسې یوه کمیټه کوي چې اکثریت غړي یې د طالبانو د ډلې مولویان دي او مشري یې ملا هیبت الله اخوند کوي. دا کمیټه به صلاحیت ولري چې په ټاکنو کې د ټولو کاندیدانو د شمولیت شرایط برابر کړي. د ښځو وکالت ممنوع دی او هیڅ میرمن نشي کولی د ولسې جرګې په هیڅ برخه کې ماموره ووسي."
خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر اندریاس فون براندټ سره له دې چې دا ډول غونډې د افغانانو د اوسنیو اختلافاتو لپاره کافي نه بولي خو په دې باور دی چې دا ډول غونډې کولی شي په هغه جګړه ځپلي هیواد کې د اختلافاتو د هواري لپاره پیل ووسي.
ښاغلي فور برانډت له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل:" په یقین سره چې یوه غونډه او یا هم میکانیزم یوازې کافي ندي، خو یو پیل دی، ځکه هغه څه چې تر اوسه لرو، په هیڅ وجه مشروع، دیموکراتیک او واقعبینانه ندي. لویه جرګه کولی شي یو پیل او ښه والی ووسي خو کافي به نه وي. هغوی باید د ټولو لوبغاړو د منلو په لټه کې ووسي."