د لاس رسي وړ اتصالات

"اترا چېرته ده؟"


د اترا چېرته ده؟ یا (اترا کجاست؟) په نامه دغه کمپاین په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

معترضین وايي چې په افغانستان کې مخابراتي شبکې، هغه ډول چې باید خدمتونه وړاندې کړي پاتې راغلي او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم یا اترا اداره د دې ستونزو په هوارولو کې خپله دنده په سمه توګه نه ادا کوي.

میرویس اریا چې خپله یو معترض دی، امریکا غږ ته وویل "له دې لپاره مو دغه کمپاین پیل کړی چې د مخابراتي شبکو د ښکار غلاوو مخه ونیسو. د انټرنت هغه کڅوړې چې موږ ترې ګټه اخلو ریښتونې ندي. څو جی بي انټرنت چې موږ ترې کار اخلو د نورو هېوادونو سره په پرتله ځینې وختونه ۵۰ ځله لږ دي. د هر سیمکارت نه په ورځ کې له دوو نه تر پینځه افعانۍ وضع کیږي خو کله چې پېرېدونکی شبکې سره اړیکه نیسي چې ولې دا پیسې ترې وضع شوي، شبکه ورته وايي چې تاسو یو وړاندیز فعال کړی. دا په داسې حال کې چې پېرېدونکی له دې حاله خبر ندی."

ښاغلی اریا وايی له همدې امله له په میلیاډونو افغانۍ له داسې یوه هېواده چې خلک یې د ډوډۍ ګټلو ته حیران دي، ولاړې شي.

معترضین په جدي توګه د افغانستان حکومت نه د یادو ستونزو د حلولو غوښتنه کوي.
معترضین په جدي توګه د افغانستان حکومت نه د یادو ستونزو د حلولو غوښتنه کوي.

بل معترض نعیم عطارد وايي "هغه ادعاوې چې مخابراتي شرکتونه د خپلو وړاندیزونو په اړه کوي باید ثابت یې کړي او اترا اداره چې مسولیت یې د دې خدماتو څارل دي، په مخابراتي شبکو جدي کنټرول نه کوي."

نعیم نظري بل معترض دی چې وايي د تري جي انټرنتي کڅوړه یې فعاله کړې خو دی د خدمتونو نه خوښ نه دی.

ښاغلي نظري د نورو ستونزو سره سره دا وویل "د تري جي کڅوړه مې فعاله کړې خو سم کار نکوي. څلور وارې مې شبکې سره اړیکه نیولې، ستونزه مې ورسره شریکه کړې خو ستونزه مې نه ده حل شوې."

معترضین په جدي توګه د افغانستان حکومت نه د یادو ستونزو د حلولو غوښتنه کوي او وايي دا د یو یا څو کسانو ستونزه نده چې سترګې پرې پټې کړو، دا ټولو خلکو ستونزه ده.

له بلې خوا د افغانستان حکومت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم یا اترا ادارې کې یوه سر چینه چې نه غواړي نوم یې ذکر شي امریکا غږ ته وویل چې په یادې ادارې کې پراخې درغلۍ روانې دي.

سرچینه وايي چې د یادې ادارې "ځینې چارواکي له ځینو مخابراتي شرکتونو سره اړيکې لري او پیسې ترې اخلي."

په همدې حال د اترا اداره ردوي چې د دوی کارکوونکي له مخابراتي شبکو نه پیسې اخلي خو دا مني چې ځینې وختونه د خدماتو کیفیت راټیټیږي.

د یادې ادارې د نظارت او څارنې رییس سید حارث میر امریکا غږ سره په مرکې کې وویل "دا منو چې ځینې وختونه د خدمتونو کیفیت راټیټیږي، خو تر ډېره دغه خدمتونه زموږ ستنداردونو سره برابر دي. ځینې کسان وايي چې پیسې غلا کیږي خو په هېڅ ډول داسې کار نه کیږي او موږ په دې څارنه کوو."

ښاغلي میر زیارته کړه چې د پېرېدونکي د غوښتنې پرته هېڅ وړاندیز نه فعالیږي حال دا چې د یاد کمپاین معترضین د وړاندیزونو په برخې کې کلکې نیوکې کوي.

افغانستان کې شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي چې ۲۲ میلیونو پېرېدونکې لري او ۱۰ میلیونه کسان پکې د انټرنت خدمتونو نه ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG