د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې شااوخوا لس میلیونه خلک انټرنیټ کاروي


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په افغانستان کې د انټرنیټ د کاروونکو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي دي، چې په تېر یو کال کې د انټرنیت د کاروونکو شمېر شااوخوا دریو میلیونه زیات شوی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي نن د یکشنبې په ورځ د«لیندۍ ۲۵ مه» کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د انټرنیټ د کاروونکو شمېر ۹.۷ میلیونو تنو ته رسېدلی دی.

شهزاده ګل اریوبي
شهزاده ګل اریوبي

ښاغلي اریوبي وویل:" تېر کال، چې دا مسولیت ماته وسپارل شو، په افغانستان کې اوه میلیونو خلکو انټرنیټ کاروه، اوس په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی او شاوخوا ۹.۷ میلیونه افغانان انټرنيت کاروي".

افغانستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو څخه د فیبر نوري شبکې له لارې انټرنيټ واردوي، چې د ډېرو ناامنو سیمو څخه هم دا شبکه تېرېږي، خو په دغه هېواد کې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د انټرنیټ بیه لوړه ده.

افغانستان د ازبکستان څخه یو "ام بي" انټرنیټ په ۱۳ امریکايي ډالرو اخلي، خو افغان حکومت د ټولو هېوادونو څخه په یوه بیه انټرنیټ نه اخلي او بیې فرق کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي، بل کال ته به د انټرنیټي خدمتونو بیې راټیټې شي او د «سلام» د ګرځنډه ټیلیفون او انټرنیټي خدمتونوپه نوم د افغان حکومت او خصوصي پانګونې ګډ شرکت د شبکې له لارې به لرو پرتو سیمو ته هم د انټرنیټ خدمتونه ورسوي.

هغه وویل، چې د دغه شرکت د مشتریانو شمېر، چې اوس مهال درې میلیونو تنو ته رسېږي شپږ میلیونو ته لوړ کړي.

افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د پاکستان، ایران او قرغزستان سره د انټرنیټ د خدمتونو په برخه کې په شوو قرادادونو بیا غور کوي.

همداشان دا وزارت وايي، چې چین هم غواړي، چې د افغانستان له لارې خپل د ټیلیفون او انټرنیټ خدمتونه منځنۍ او جنوبي اسیا، اروپا او افریقایي هېوادونو ته ورسوي، چې د دې ترڅنګ، چې افغانستان به د ښه کفیت لرونکي انټرنیټ ته د لاس رسي تر څنګ د انټرنیټي خدمتونو د لېږد په برخه کې عواید هم ترلاسه کړي.

افغان حکومت دا مهال د بدخشان ولایت کې له چین سره د واخان سرحدي سیمې له لارې د فیبر نوري د مزي د غځولو یوه پروژه، د چین په مالي مرسته پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG