په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د شنبې په ورځ په یوې لنډې اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د پوځ یو غړی په دغه هېواد کې وژل شوی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې دا نه دي په ډاګه شوي چې د امریکا د پوځ دغه غړی کله او چېري وژل شوی دی.
اعلامیه وايي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ لمخې تر څو چې د وژل شوي منسوب کورنۍ ته معلومات نه وي ورکړل شوي تر راتلونکو ۲۴ساعتونو به یې په اړه معلومات خپاره نشي.
د تېرې لړم میاشتې پر ۱۲مه نېټه په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یو بل امریکايي سرتېری په کابل کې په یو داخلي برید کې وژل شوی وو.
نوموړی وژل شوی سرتېری برنټ ټیلور نومیدی چې له ښاروالۍ څخه تر ګوښه کېدو وروسته افغانستان ته د پوځي خدمت لپاره راغلی و.
د امریکا د دفاع وزارت وایي شاوخوا ١۴ زره امریکایي سرتیري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې د دوی ماموریت په عمده توگه د افغان ځواکونو روزل دي.
په افغانستان کې د امریکا په ١٧ کلنه جگړه کې چې ددې هیواد اوږده جگړه بلل کیږي څه دپاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتیري وژل شوي دي.