د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: طالبان دې تروریستي ډلو پر وړاندې د بیړنیو اقداماتو ترڅنګ ددغو ډلو مشران اسلام اباد ته وسپاري


پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په دغه هیواد کې په تروریستي بریدونو کې د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو ادعا کړې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د ټولو هغو ډلومشران او افراد چې په دغو بریدونو کې لاس لري اسلام اباد ته دې وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ اول (سلواغې ۱۲) اسلام اباد کې خبریالانو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت څخه ددغو تروریستي ډلو پر خلاف د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

زهرا بلوڅ، په خپلو څرګندونو کې د هغو تروریستي ډلو په اړه چې د هغې په وینا په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له دغه هیواد څخه پاکستان ګواښوي د اندیښې د څرګندولو پر مهال وویل چې په دې اړه یې د طالبانو حکومت سره کوټلي شواهد هم شریک کړي دي.

میرمن بلوڅ وویل: "مونږ په دې اړه ډیر اندیښمن یو چې دا افراد او ډلې د پاکستان دننه په بریدونو او د بریدنو څخه د ملاتړ په برخه کې خلاص لاس لري. مونږ له افغانستان څخه غوښتنه کوو چې د تروریستي ډلو پر وړاندې په بیړني او اغیزمن ډول اقدمات وکړي او ددغو ډلو مشران او هغوی چې په دغو تروریستي بریدونو کې لاس لري پاکستان ته وسپاري".

د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغه حکومت چارواکو په پرله پسې ډول د اسلام اباد دا ډول تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر خلاف وکاروي.

د طالبانو حکومت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت تیره اونۍ د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته چې ویلي وو د یو پاکستاني د ژوند خوندیوب ورته له ټول افغانستان څخه زیات اهمیت لري په غبرګون کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو شتون په کلکه رد کړی و او ویلي و چې "د غیر مسوولانه نظرونو څرګندول یوازې دا چې، ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې په دغه خبري کنفرانس کې میرمن بلوڅ د ډیورنډ د کرښې په اړه د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قومونو د چارو وزات د سرپرست نورالله نوري وروستیو څرګندونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ډول څرګندونې خیالي څرګندونې دي چې د شته واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.

میرمن بلوڅ وویل: "له هرڅه لومړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد په نړیواله کچه پیژندل شوی سرحد دی. دا قانوني اعتبار لري او یو واقعیت دی چې نړیوالې ټولنې له خوا هم منل شوی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په تړاو بله هره نظریه خیالي تخیل دی چې د شته واقعیتونو سره اړخ نه لګوي".

همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دې اړه وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد مسله هیڅکله د دواړو هیوادونو ترمنځ د بحث په اجندا کې شامله نه وه او هیڅکله به هم ددغو هیوادونو ترمنځ د بحثونو په اجندا کې شامله نشي.

د طالبانو د حکومت سرحدونو او قومونو د چارو وزات سرپرست نورالله نوري تیره اونۍ د ننګرهار په ولایت کې د تورخم له سرحدي سیمې د لیدنې پر مهال خبریالانو ته ویلي و چې افغانستان د پاکستان سره "رسمي سرحد او صفري نقطه نلري او د ډیورند کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه فرضي کرښه ده."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په کابل کې د جنورۍ په ۲۹ (سلواغې نهه) د سیمه او ګاونډیو هیوادونو د جوړ شوي کنفرانس په اړه وویل چې په دې کنفرانس کې د پاکستان په استازیتوب په کابل کې ددغه هیواد شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني ګډون کړی و. میرمن بلوڅ هیله وښوده چې دا ډول کنفرانسونه او غونډې به په سیمه کې د سولې او امنیت ټینګیدو کې مرسته وکړي.

پاکستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتیدل

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې ( PICSS) په یو راپور کې ويلي، چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړۍ مياشت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې پرتله په دغه هیواد کې وسله وال فعاليتونه ۱۰۲ فیصده زیات شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې ادارې په دې راپور کې ویل شوي، چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې په پاکستان کې ۹۳ وسله وال بريدونه شوي، چې له امله یې ۹۰ کسان وژل شوي، ۱۳۵ تنه ټپیان شوي او ۱۵ نور تښتول شوي دي.

ددغه راپور له مخې، تېره میاشت په وژل شوو کې ۴۱ ملکي وګړي، ۳۷ امنیتي کارکوونکي او ۱۲ وسله وال شامل وو، او ۸۱ ملکي وګړي او ۵۴ امنیتي کارکوونکي په کې ټپیان شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې تیره میاشت ترټولو زیات بریدونه د بلوچستان په ایالت کې شوي چې په راپور کې یې شمیر۳۳ ښودل شوی دي.

همداشان تیره میاشت په خېبرپښتونخوا کې ۳۰ بریدونه شوي او د سيند په ایالت کې څلور وسله وال بريدونه شوي، پنجاب ایالت او اسلام اباد کې يوازې يو، يو برید شوی دی.

په پاکستان کې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې امنیتي پیښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې ټاکل شوې د روانې فبرورۍ د میاشتې په اتمه په دغه هیواد کې پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د پاکستان د ټاکنود کمیسیون رئیس د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ اول (سلواغې ۱۲) ويلي، چې د امنیتي ګواښونو سره سره به پارلماني ټاکنې د فبرورۍ په اتمه ترسره شي.

هغه ویلي چې ټاکنې به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG