د لاس رسي وړ اتصالات

نهنګان څنګه افهام او تفهیم کوي؟؛ ساینسپوهانو یې د ژبې اساسات کشف کړي


سپرم وېل تر ۱۸ مترو اوږده دي او په ښکار پسې په اوبو کې تر ۱۰۰۰ مترو پورې لاندې ځي.
سپرم وېل تر ۱۸ مترو اوږده دي او په ښکار پسې په اوبو کې تر ۱۰۰۰ مترو پورې لاندې ځي.

د نهنګانو په اړه په څېړنه بوخت ساینس پوهان په لومړي ځل ددغو لویو سمندري ژویو د افهام او تفهیم د ژبې په ابتدايي عناصرو پوهېدلي دي او هیله لري چې دا پوهه به د هغوی په ښه ساتنه کې وکارول شي.

دا څېړنه په هغو نهنګانو باندې ترسره شوې چې د کارابین د ټاپوګانو په شاوخوا اوبو کې اوسیږي او "سپرم وېل" بلل کیږي. د نورو نهنګانو او ډولفینانو په څېر سپرم وېل هم ټولنیز ژوند لري او له یو بل سره د افهام او تفهیم لپاره تر اوبو لاندې د خپل تنفسي سیستم د فشار په وسطه د "کلېک" په څېر لوړ زیر غږونه تولیدوي.

نهنګان دا غږونه د نورو نهنګانو سره د خپل موقعیت د شریکولو، د خوړو د پاره د ښکار د تعقیبولو، او داسې نورو چارو لپاره کاروي.

ساینس پوهان د لسیزو راهیسې په دې لټه کې وو چې ددې غږونو په معنا پوه شي خو په اړه یې تراوسه ډیر لږ پرمختګ شوی و.

تازه څېړنې موندلې چې دا غږونه د انسانانو د ژبې د الفبا او کلمو په څېر "فونیټیکي" اساسات لري. د سپرم وېل د افهام او تفهیم په اړه د څېړنې نوښت (سیټي) مشر ډیویډ ګروبر وویل: "موږ اوس د وېل د ژبې د جوړښت د اساساتو په پوهېدو پیل کړی دی."

سپرم وېل د افهام او تفهیم لپاره تر اوبو لاندې د خپل تنفسي سیستم د فشار په واسطه د "کلېک" په څېر لوړ زیر غږونه تولیدوي.
سپرم وېل د افهام او تفهیم لپاره تر اوبو لاندې د خپل تنفسي سیستم د فشار په واسطه د "کلېک" په څېر لوړ زیر غږونه تولیدوي.

په دغه څېړنه کې چې پایلي یې دا اونۍ "د طبیعت افهام او تفهیم" په ژورنال کې خپرې شوې، څیړونکو د سپرم وېل د غږونو له ۸۷۰۰۰ څخه زیاتې ثبت شوې غږیزې ټوټې تحلیل او تجزیه کړي او په دې غږونو کې یې څلور داسې اساسي برخې موندلي چې د دوی په فکر فونیټیک الفبا جوړوي.

ددې څېړنې مخکښه څېړونکې پرتیوشا شرما، چې د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ په پوهنتون کې د دوکتورا زده‌کړې کوي، وايي، دا الفبا بیا د افهام او تفهیم د پاره په غیر محدود شمیر ترکیبونو کې کارول کیږي.

شرما وویل: "تراوسه نه پوهیږو چې دوی [نهنګان] څه وايي. موږ د هغوی حرکاتو ته په کتو د هغوی غږونه مطالعه کوو ترڅو پوه شو چې د څه به اړه افهام او تفهیم کوي."

شرما زیاته کړه چې له ثبتو شویو غږونو داسې برېښي چې نهنګام د افهام او تفهیم لپاره خورا لوی قاموس لري.

سپرم وېل د ځمکې د نورو ژوندي موجوداتو په پرتله تر ټولو لوی مغز لري او وزن یې شاوخوا نهه کیلو ګرامو ته رسیږي چې د انسان د مغز له اوسط وزن څخه لږ تر لږه شپږ چنده زیات دی.

نهنګان په ډله ییزه توګه ژوند کوي او په هره ډله کې شاوخوا ۱۰ یو بل ته ورته نهنګان اوسیږي او ځینې وختونه د سلګونو یا زرګونو نورو نهنګانو سره یو ځای کیږي.

دا سمندري ژوي تر ۱۸ مترو اوږده دي او د ښکار لپاره په اوبو کې تر ۱۰۰۰ مترو پورې لاندې ځي. دوی په ډله ییز ډول په عمودي بڼه خوب کوي.

انډونیزیا کې د ساحل پر غاړه ایسار شوی سپرم وېل
انډونیزیا کې د ساحل پر غاړه ایسار شوی سپرم وېل

د نیویارک د ښار په پوهنتون کې د بیولوژي پروفیسور ګروبر وویل چې سپرم وېلونه پیچلي ټولنیزې اړیکې لري او د دوی د اړیکو سیسټمونه په ګوته کول کولی شي د انساني ژبې او ټولنې سره مشابهت څرګند کړي.

ساینس پوهانو په کارابین کې ددغو نهنګانو د غږونو د ثبتولو دپاره د دوی پر ځانونو او د اوبو په مختلفو برخو کې مایکروفونونه لګولي دي او په مختلفو وختونو کې لکه د خوب پر وخت، د غوټې وهلو پر وخت او له نور نهنګانو سره د نږدې والې پر وخت د دوی غږونه ثبت شوي دي.

په سټنفورډ پوهنتون کې د سمندري ژویو کارپوه جیریمي ګولډبوګین دا نوې څیړنه په سمندر کې د لویو ژویو د ژودن په اړه د پوهېدو په برخه کې "غیر معمولي" پرمختګ وباله.

ګولډبوګن چې په دې څیړنه کې ښکیل نه دی، وویل چې سپرم وېل په اړه دا پوهه باید د کښتیو له خوا خطر، په سمندر کې شور او ځوږ او دغو ژویو ته د متوجه نورو خطرونو د کمولو دپاره وکارول شي.

نهنګان په ډله ییزه توګه ژوند کوي او په هره ډله کې شاوخوا ۱۰ یو بل ته ورته نهنګان اوسیږي .
نهنګان په ډله ییزه توګه ژوند کوي او په هره ډله کې شاوخوا ۱۰ یو بل ته ورته نهنګان اوسیږي .

سپرم وېل د طبیعت د ساتنې د نړیوالې ټولنې له خوا د "زیانمنونکو" ژويو په توګه طبقه بندي شوي دي. د پیړیو راهیسې دغه ژوي د دوی په سرونو کې د موجودو غوړیو د ترلاسه کولو د پاره ښکار شوي دي.

د نیویارک د ښار په پوهنتون کې د سمندري تی لرونکو حیواناتو د چلند او اړیکو کارپوهه ډیانا رییس وايي که څه هم چې ساینس پوهانو د د ډولفینانو او "همپبک وېل" د افهام او تفهیم د ژبې په ځینو اساساتو پوهیږي خو د سپرم وېلونو په اړه حتی لومړنۍ پوهه هم شتون نلري.

هغې وویل: "په دې څیړنه کې نوې خبره څه نوي خبره دا ده چې دوی هڅه کوي د نهنګانو د ارتباطي سیسټم اساسات څرګند کړي... نه یوازې ځانګړي غږونه چې دغه نهنګان یې تولیدوي."

رییس هیله څرګنده کړه چې انسانان یوه ورځ وکولای شي چې د نهنګانو د غږونو او د هغوی د چلند ترمنځ رابطه څرګنده کړي.

هغې وویل: "موږ ښايي پدې هیڅکله ونه پوهیږو چې دا کلیکونه د بل وېل لپاره څه معنی لري، مګر موږ کولی شو ددغو غږونو له مخې د نهنګانو د چلند اټکل وکړو او یوازې همدا به یوه حیرانونکې لاسته راوړنه وي."

د سیټي د پروژې بنسټ ایښودونکي ګروبر وویل چې احتمالا د نهنګانو په ژبه د پوهېدو دپاره د میلیونونو او یا میلیاردونو ثبت شویو غږیزو ټوټو راټولولو ته اړتیا وي. خو هغه تمه لري چې مصنوعي هوښ به په دې څېړنه کې مرسته وکړي.

ګروبر په دې باور دی چې له شمالي قطب څخه تر جنوبي قطب پورې په ژورو اوبو کې اوسېدونکي د نهنګانو نور ډولونه احتمال لري چې د افهام او تفهیم لپاره یو څه مختلفې ژبې ولري.

دا مطلب د رویټرز او اسوشیټډ پرس د راپورونو پر اساس چمتو شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG