د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران به هېڅکله اتومي وسلې ترلاسه نه کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران وروستیو ګواښونو ته په اشارې ویلي دي چې متحده ایالتونه دا ضمانت کوي چې «تهران به هېڅکله هم اتومي وسلې ترلاسه» نه کړي.

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي مشاور کمال خرازي ایران ته د ګواښ په صورت کې د تهران په اتومي تګلارې کې د ممکنه تغیر خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د پنجشنبې په ورځ مۍ نهمه (ثور۲۰) وویل: «دا غیر مسئولانه څرګندونې دي، هماغسې چې ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وار وار دا خبره کړې ده چې امریکا به په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي چې ایران اتومي وسلې ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې دپلوماسي د ایران له حکومت سره د دوامداره او اغیزناک حل غوره لاره ده او دغه هدف ته د رسېدو لپاره له بېلا بېلو لارو څخه کار اخیستل روان ساتو. خو ټېنګار کوم چې ټول انتخابونه موجود دي‌ او د اړتیا په مهال به ترې کار واخیستل شي.»

کمال خرازي، چې د ایران د بهرنۍ تګلارې د شورا مشر هم دی، د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ د اتومي بمونو د جوړولو هوډ نه لرو، خو که د هېواد شتون ته ګواښ پېښ شي،‌ اړ یو چې خپلې اتومي او پوځې مفکورې بدلې کړو.»

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د دغه هېواد د اتومي سازمان پخواني مشر علي ‌اکبر صالحي هم څه موده مخکې په یو تلویزوني بحث کې ویلي وو چې «ایران د اتومي بمب د جوړولو لازم توان» لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایراني مقامات ادعا کوي چې د دغه هېواد د مشر د «فتوا» په اساس، اتوم بمب جوړول حرام دي.

امریکا غږ، ایران څانګه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG