د هند د صدراعظم نریندرا مودي بهارتیا جنتا ګوند د چهارشنبې په ورځ می ۸ مه (ثور ۱۹) ددې ګوند له حساب څخه هغه ویډیو لرې کړه، چې د ځینو منتقدینو په وینا د هند مسلمان اقلیت یې په نښه کاوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان به له ایران سره د ګازو د پایپ لاین د پروژې له عملي کولو څخه چې څو ځله ځنډول شوې، شاته نه شي.
د غزې ګڼ میشتي ښار رفح ته د اسرائیلي ځواکونو له ننوتلو او پر ښار باندې له درنو بمباریو وروسته، د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) د مصر په پایتخت قاهره کې د ممکنه اوربند لپاره مذاکرات له سره پیل شول.
هندي چارواکو په اوکراین کې د روسیې له پوځ سره د جګړې لپاره د دغه هېواد د اتباعو د "قاچاق" په تور څلور کسان نیولي دي.
قطر د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۹) له نړیوالې ټولنې څخه د غزې په رفح ښار کې د "نسل وژنې" د مخنیوي غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې اسرائیلي ځواکونو د مصر ترڅنګ پروت ددغه ښار سرحدي برخې ونیولې او د پراخ برید ګواښ یې وکړ.
په بیلاروس کې چارواکو سه شنبه مې اوومه (غوایي ۱۸) ویلي چې د دې هیواد د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشینکو په امر یې د تاکتیکو اتومي وسلو اعزامولو لپاره د پوځ د چمتوالي معاینات پیل کړیدي.
په چین کې مقامات وايي چې د سه شنبې په ورځ مۍ ۷ (حمل۱۸) یو کس د دغه هېواد په جنوب غرب کې په یو روغتون کې په خلکو برید کړی، دوه تنه یې وژلي او ۲۱ نور یې ژوبل کړي دي.
د اوکراین د امنیتي خدمتونو ادارې د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور ۱۸) خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر ولامیر زیلینسکي او ځینو نورو لوړ پوړیو اوکرایني چارواکو د ترور توطیه یې خنثی کړې ده.
د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (ثور۱۷) وویل چې د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې په چینايي انجینرانو باندې برید په افغانستان کې پلان شوی و او بریدګر هم افغان و.
د رفح د ځینو برخو د تخلیې له امر یوه ورځ وروسته د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۸) وویل چې ځواکونو یې د غزې او مصر تر منځ د رفح د پولې د غزې د غاړې کنټرول ترلاسه کړی او په سیمه کې د اسرائیل دوامدار هوايي بریدونه پیل شوي دي.
د اروپايي اتحادیې د پراختیا د چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۸) خبرداری ورکړ چې د غزې په ګڼ میشتي رفح ښار باندې د اسرائیل د ځواکونو یرغل به "ډیر زیات تلفات" رامنځته کړي.
نور پورته کول