د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي جګړه ختمه شوه


په افغانستان کې باندې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د دواړو خواو ترمنځ سرحدي جګړه هم پیل شوه
په افغانستان کې باندې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د دواړو خواو ترمنځ سرحدي جګړه هم پیل شوه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) وویل چې په افغانستان باندې د پاکستان له هوايي برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې سرحدي جګړه اوس بنده شوې ده.

مجاهد فرانس پرس اژانس ته وویل: «وضعیت ارام شوی دی او جګړه بنده شوې ده.»

پاکستان تېره ورځ د افغانستان په خوست او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل. اسلام اباد وايي په دغو بریدونو کې یې هغه اورپکي په نښه کړي چې په ادعا یې په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې دخېل وو. خو طالبان وایي چې په بریدونو کې اته ولسي خلک وژل شوي چې ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستان د بریدونو ځواب یې په بریدونو ورکړی او د پاکستان د پوځ سرحدي پوستې یې په «درنو وسلو» وېشتي دي.

د کرم په ولسوالۍ کې د پاکستان د پولیسو یو مقام، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې طالبانو د توغندیو ډزې پرې کړې دي.

هغه وویل: «په دغو بریدونو کې درې پوستې او د ولسي خلکو پنځه کورونه لږ زیانمن شوي دي. نهه تنه ژوبل شوي چې څلور یې امنیتي پرسونل دي.»

دغه پولیس مقام ویلي دي چې اوس جګړه ارامه شوې ده او ځواکونو یې ځانونه بېرته مجهز او سنبال کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د دواړو خواو ترمنځ سرحدي شخړې زیاتې شوي دي. اسلام اباد افغان طالبان تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې ځای ورکړی او هغوی له افغانستان څخه په پاکستان کې د بریدونو تابیا نیسي، خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG