د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګونونه


د افغانستان پر خاوره باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو بریدونو ته د غبرګونونو په دوام یو شمیر افغان سیاسیونو او د طالبانو د حکومت ځینو مخالفانو هم غبرګون ښودلی او ددغو بریدونو د غندنې ترڅنګ یې د پاکستان دا بریدونه د نړیوالو قوانینو پر خلاف بللي دي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د افغانستان په خاوره د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه که په هره بهانه شوي شوي وي د نړیوالو قوانینو او د افغانستان د خاورۍ حاکمیت څخه څرګنده سرغړونه ده.

ښاغلي فایق ویلي:" مونږ دا اقدامات په سختو ټکو غندو. د افغان میرمنو او کوچنیانو وژل د منلو نه دي اوهيڅ امنیتي ګواښ یې نشي توجیه کولی".

د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان هوايي ځواکونو د دوشنبې په سهار شاوخوا درې بجې د پکتیکا ولایت د برمل د ولسوالۍ د لمنه په سیمه کې او هم د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ د افغان – دوبۍ په سیمه کې د اوسیدانې په کورونو هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې د پنځه ښځو او درې ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم په یوه اعلامیه کې دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا بریدونه یې د افغانستان د خاورې د حاکمیت او نړیوالو موازینو څخه څرګنده سرغړونه ګڼلې ده.

حامد کرزي دا ډول اقدامات د افغانستان او پاکستان د اړیکو په زیان ګڼلي او د" اسلام اباد په پالیسۍ کې بدلون او افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب پر اساس د ډاډ وړ اړیکو رامنځ ته کولو" باندې ټیګار کړی دی.

ښاغلي کرزي ویلي چې دا ډول اړیکې به د دواړو هیوادونو په ګټه وي او په سیمه کې به د سولې او ثبات د رامنځ ته کولو سبب شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم ویلي چې د ترهګرو څخه ملاتړ سیمه بې ثباته کوي.

ښاغلي اتمر ویلي:" د تېرو لسیزو د ترخو تجربو له مخې، د پاکستان پوځ باید هوښیارتیا وښيي چې په سیمه کې د ترهګرۍ او بې ثباتۍ پر وړاندې د مبارزې تر ټولو اغېزمنه لار دا ده چې د هغه ملاتړ ودروي- هغه ملاتړ چې د پاکستان پوځ هیڅ کله د افغانستان او نړيوالو د غوښتنو سربیره بند نه کړ".

د افغانستان د متحدې جبهې مشر جنرال سمع سادات چې په امریکا کې دیره دی د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانود بیا رسیدلو وروسته دا څلورم ځل دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاوره تیری کوي.

جنرال سادات ویلي د پاکستان دا اقدامات به دغه هیواد لپاره ډیرې ژورې پایلې ولري. هغه ویلي چې دا بریدونه به په سیمه کې حالات لا ترینګلي کړي.

د پخواني جمهوري ریاست پخواني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي هم پاکستان ته په خطاب کې ویلي چې ترهګریزي " د چړې دوه خواوې" دي او د کمزوري کولو سیاست تل کار نه ورکوي.

ښاغلي محمدي ویلي:" د پاکستان په کړنلاره کې بدلون او د افغانستان سره د تیر پر خلاف د ګډو ګټو او ګواښنوپه تړاو د پالیسۍ ترتیبول د افراطیت پر وړاندې د خوندیتوب او لا ثبات او امنیت په برخه کې لازمي شرط دی ".

په پخواني جمهوري رژیم کې د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر هم پر افغانستان باندې د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه ښودلې ده او ویلي دي چې هیڅ امنیتي دلیل د بې ګناه ماشومانو او ښځو وژل نشي توجیه کولی.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عملیاتو هدف چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوي د " حافظ ګل بهادر د ډلې پورې اوړند وسله وال" وو.

ددې اعلامیې له مخې د حافظ ګل بهادر ډله د تحریک طالبان پاکستان د ډلې ترڅنګ د پاکستان په دننه کې د ډیرو تروریستي بریدونو مسوولیت په غاړه لري، چې د سلګونو ملکي وګړو او پاکستاني امنیتي منسوبینو د وژل کیدو سبب شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په اړه ویلي دي چې پاکستان د افغانستان خلکو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو زیاته کړې ده چې د طالبانو په حکومت کې دننه ځینې افراد د پاکستاني طالبانو ننګه کوي‌ او له هغوی څخه د پاکستان په ضد ګټه اخلي.

د پاکستان په دغې اعلامیې کې د کوم طالب مقام نوم یاد شوی نه دی خو ټېنګار شوی چې دا کسان باید د "ترهګرو خوارجو په اړه چې د پاکستانیانو وینې تویوي، په خپلې تګلارې له سره غور وکړي او په یو واضح دریځ سره د پاکستان د خلکو تر څنګ" ودرېږي.

یو پاکستاني لوړ پوړي دپلومات اصف دراني په دې وروستیو ورخو کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلی چې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي. خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG