د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړ


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان سفارت سرپرست ته یې د افغانستان اعتراض سپارلی دی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان سفارت سرپرست ته یې د افغانستان اعتراض سپارلی دی

د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان له هوايي بریدونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي جګړې څخه وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي په کابل کې یې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې سرپرست وزیر امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب۲۸) د پاکستان سفارت سرپرست وربللی او د افغانستان اعتراض لیک یې ورسپارلی دی.

د طالبانو د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ایکس کې دا اعلامیه خپره کړې او لیکلي دي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو د بریدونو په غبرګون کې چې په پایله کې يې ښځینه او ماشومان شهیدان شول، په کابل کې د هغه هېواد د سفارت سرپرست احضار او احتجاجلیک یې ورته وسپاره.»

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په اړه ویلي دي چې هغوی د افغانستان خلکو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو وايي چې د طالبانو په حکومت کې دننه ځینې افراد د پاکستاني طالبانو ننګه کوي‌ او له هغوی څخه د پاکستان په ضد ګټه اخلي.

د پاکستان په دغې اعلامیې کې د کوم طالب مقام نوم یاد شوی نه دی خو ټېنګار شوی چې دا کسان باید د «ترهګرو خوارجو په اړه چې د پاکستانیانو وینې تویوي، په خپلې تګلارې له سره غور وکړي او په یو واضح دریځ سره د پاکستان د خلکو تر څنګ» ودرېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې کې ویلي چې پاکستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې د پنځو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت ) یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری بولي. د افغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچا ته پخپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي.»

د طالبانو د دفاع وزرات بیا ویلي دي چې د دوی سرحدي ځواکونو «د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو وېشتلي» دي. دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ځواکونه یې هر ډول یرغل ځواب ویلو ته چمتوي او په هرو شرایطو کې به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي برید یې د پاکستاني طالبانو د مشر ګل بهادر په ډلې کړی دی.

ځینو پاکستاني امنیتي سرچینو امریکا غږ ته د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې ددغه هیواد د هوايي ځواکونو بریدونه تائید کړي او ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د دوشنبې په ورځ په څلورو سرحدي سیمو کې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړې شوې دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د پاکستان پوځ د خپلو وژل شویو منسوبینو د وینې غچ اخیستی او د پولې په اوږدو کې یې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.

هغه ویلي: «هیڅوک باید په هیڅ فکر کې نه وي موږ به د دښمن سره جګړه وکړو. په هر ځای کې چې ترهګر وي دوی به امن ونه ویني. موږ به د افغانستان دننه سخت او ژور برید وکړو که په پاکستان کې دننه یو ترهګریز برید هم وشي، په یاد ولرئ چې د یوه پاکستاني ژوند زموږ لپاره د ټول افغانستان څخه ډیر ارزښت لري، ډاډه اوسئ چې موږ امریکا نه یو، موږ د پاکستان اسلامي جمهوریت یو.»

پاکستان داسې مهال په افغانستان باندې دا بریدونه کړي دي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي دي چې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي. خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG