د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان نوی حکومت او له افغان طالبانو سره د اړیکو ښه کېدو امکانات


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مارچ په ۱۶ (کب ۲۶) د اېکس په ټولنیزه شبکه لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ورته د مبارکۍ ټېلیفون کړی او دوی دواړو هوکړه کړې چې د ورولۍ دوه اړخیزو اړیکو جوړولو لپاره به کار کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ددې تیلیفوني اړیکې په اړه په یوه خبرپاڼه کې هیله ښودلې چې د اسحاق ډار ګمارنه به د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت او رغنده رول ولوبوي او هغه ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د تیر میلادي کال په وروستیو کې په پاکستان کې د موقت حکومت له رامنځته کیدو وروسته چې د ډېرو شنونکو او څېړونکو په اند د پوځي ایسټبلشمنت ټاکلی حکومت و د پاکستان او افغانستان ترمنخ اړیکې ډیرې خړې پړې شوې، شنونکي دا نوی حکومت هم د پوځي ایسټبلشمنت له خوا ټاکل شوی حکومت بولي.

دا چې په داسې حالاتو کې به د افغانستان او پاکستان اړیکې څنګه ښه شي، شنونکي وایي اسحاق ډار له افغانستان سره د سوداګرۍ په ارزښت پوهېږي.

په پېښور کې لیکوال او خبریال فخر کاکاخېل وايي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو اوسنی وزیر اسحاق ډار چې دمخه د مالیې وزیر و، ”هغه ته دا پته ده، چې له افغانستان سره څه نا څه ۲۶ سوه کیلومیټره پوله باندې د پاکستان سوداګري څومره مهمه ده. د دې په ارزښت اسحاق ډار ښه پوهېږي. او بیا خاصکر په اوسنیو حالاتو کې چې د پاکستان کومې اقتصادي ستونزې دي، یو خوا ختیزه پوله له هند سره تقریبا بنده ده، او بلخوا له چین سره تجارتي پوله خو ګرسره نږدې څلور میاشتې د واورو [د اورښت په وجه] له لاسه بنده وي، او چین خو د سمندر له غاړې له نور دنیا سره خپل کاروبار کوي نو د پاکستان سمندر به هله د ګټې وټې وړ کېږي چې دی د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره خپلې تجارتي اړیکې وساتي”.

فخر کاکاخېل زیاتوي، بله غټه خبره دا ده، چې د افغانستان پر پوله د شمالي او جنوبي پښتونخوا د خلکو ډېره اقتصادي تکیه ده، او کله چې پر پوله سختي زیاته شوې ده، نو د دې خلکو روزګار له تباهۍ سره مخ شوی دی. د هغه په وینا، ”نو ظاهره خبره ده، پیسه چې راځي نو په ملک کې چلند کېږي، اقتصاد پیاوړی کېږی، نو که لارې بندې وي، کاربار به څنګه کېږي. هرکله چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ سیاسي ناندری راځي، د هغې نېغ اثر پر اقتصاد پرېوځي، له اسحاق ډار سره اوس د بهرنیو چارو وزارت دی، هغه له دې اقتصادي ستونزو نه هم خبر دی، او سیاسي چوکۍ یې په لاس کې ده، او امید ورته کېدای شي. ”

پاکستان لنډه او د ګټې لار ده

د فخر کاکاخېل په وینا چې د پاکستان او افغانستان له اوسنیو سیاسي ناندریو د افغانستان سوداګرو ته هم لوی تاوان رسېدلی دی، خو د دواړو هېوادونو سوداګر په دې پوهه دي چې پاکستان یوازې دا نه چې سمندر لري بلکې له افغانستان سره پاکستان د نورو ملکونو په نسبت ډېرې ترانزیټي لارې هم لري.

فخر کاکاخېل زیاتوي، چې ”دواړه هېوادونه به کېني ځکه چې دواړو ته اقتصادي ستونزې دي، د دې حل په دې کې دی چې لارې دې خلاصې کړل شي، او د سوداګرو لپاره دې یوه مثبته فضا جوړه شي.”

د دواړو هیوادونو پر اړیکو د ټي ټي پي اغیز

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو ګې یو لوی خنډه تحریک طالبان پاکستان هم دی چې د اسلام اباد په ادعا د افغانستان د خاورې په کارولو سره د دوی پر امنیتي ادارو بریدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ لانجه بولي او وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

د افغان چارو شنونکی او خبریال سمیع یوسفزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په قطر کې یو بهرني ورته ویلي وو چې پاکستان باید د ټي ټي پي په مسله د افغلتستان له طالبانو سره ځان اخته نه کړي. د افغان کډوالو ایستلو بهیر هم ودروي، نوموړی زیاتوي، ”ستونزه دا ده چې د پاکستان اففان تګلاره د پوځ په لاس کې ده، حتا ویزه ورکول د سیاسي حکومت کار دی، هغه هم د استخباراتو په لاس کې ده. پوله یې هم یوې پوځي ادارې اېن اېل س‍ي (نیشنل لاجیسټیک سېل، د لېږد رالېږ ملي اداره) ته سپارلې ده. ”

یوسفزی زیاتوي، که څه هم پوځي اسټبلشمنټ پرېکنده رول لري خو په ځینو حالاتو کې سیاسي حکومت هم مرسته کولای شي، لکه تجارت، راهداري، د ویزو اجرا، د کډوالو ستونزه او پر پوله د تاوتریخوالي نه جوړولو په ګډون ولسي حکومت په خپل اختیار کې اخیستلای شي.

نوموړی وايي، ”د انوارالحق کاکړ په مشرۍ سرپرست حکومت د طالبانو د حکومت په ګډون د هر اففان پرضد ډېره له تېري ډکه تګلاره خپله کړې وه، خو هغې هېڅ نتیجه ورنکړه. اوس دوی بیرته کوښښ کوي چې رانرمه یې کړي. “

ښاغلی یوسفزی وایي، چې ”تحریک طالبان پاکستان د اړیکو ښه کولو کې یو بد هډوکی دی، که څه هم پاکستان یو قدرت دی، خو دا هډوکی نه شي هضمولای، لکه هند، چې کشمیري وسله وال نشي هضمولای. او بله دا چې پرون د شمالي وزیرستان په میرعلي کې ټي ټي پي ډېر خطرناک برید وکړ، دوه زره کلوګرامه چاودیدونکي توکي یې کارولي وو، پوره یو پوځي مرکز یې نابود کړ. ښکاري داسې چې دا بریدونه په شدت سره نور زیاتېږي، چې کله بریدونه زیاتېږي نو له دې سره پر پاکستان فشار زیاتېږي او په بدل کې په دې هېواد کې میشت افغانانو پر وړاندې د اقدام کولو فشار هم زیاتېږي. ”

د اړیکو د ښه کیدو فرصتونه

د افغانستان د چارو یوبل شنونکی او خبریال شمیم شاهد وايي، که یو څوک وغواړي نو اړیکې ښې کېدلای شي خو د هغه په وینا ”خبره دا ده چې پاکستان د خپلې مرضۍ تعلقات غواړي، نو که مو پام وي چې په دا وروستیو ورځو کې پاکستانی شارژدافر هم کندهار ته ولاړ، او دغه ډول د ملایانو پلاوي هم افغانستان ته لېږي، نو اسلام اباد غواړي چې افغانستان دې د دوی تابع شي، طالبان دې د دوی خبره ومني، خو تراوسه داسې ښکاري چې طالبان د پاکستان غلام کېدو ته تیار نه دي. طالبانو انکار کړی دی. ”

ښاغلی شاهد زیاتوي کله چې د دوو هېوادونو ترمنځ د برابرۍ په بنیاد اړیکې وي، نو هله هېوادونو ترمینځ پرمختګ او امن او خوشحالي راتلای شي، خو له بده مرغه پاکستان اړیکې د برابرۍ په بنیاد نه غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG