ډونالډ ټرمپ د روان کال د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشر په توګه د دویمې دورې لپاره وټاکل شو او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه ددغه مقام چارې په غاړه واخلي. د متحده ایالاتو د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن څخه نیولې د ټرمپ تر نوې دورې پورې کومو ولسمشرانو دا دنده ترسره کړې.
ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې، خو د بري له اعلان نژدې ۱۱ اونۍ وروسته کار پيلوي. دی به د متحدو ایالتونو ۴۶م ولسمشر وي. #SCAe24
ایا تاسو کله هم فکر کړی چې ولې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې تل د سه شنبې په ورځ کیږي. دا دود د شاوخوا ۲۰۰ کالو راهیسې روان دی کله چې متحده ایالاتو د اوسنۍ زمانې په پرتله خورا بل ډول بریښیدل. #SCAE24
د متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ۱۰ سلنه رایه ورکوونکي هغه مهاجر دي چې د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی دی. دوی به په ټاکنو څه اغیز ولري؟
د متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال د ټولټاکنو په لور بهیر د لوړو ژورو سره مل دی، چې پدې بهیر کې، د کاندیدانو له توقیف کیدو څخه نیولې تر انتخاباتي ګډوډیو پورې، په تاریخ کې عجیبې پیښې شوي دي.
میشیګن د ۱۹۹۲ کال راهیسې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې دیموکراتانو ته رایه ورکړې ده، خو یوازې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۱ زره رایو په تفاوت دا ایالت وګاټه.
په متحدو ایالتونو کې اوس ټولې سترګې هغو اوو ایالتونو ته اوښتي دي چې رایې یې کولی شي د ۲۰۲۴ د جمهوري ریاست د ټاکنو برخلیک معلوم کړي. دغو ایالتونو ته په اصطلاح ټاکنیز میدان هم ویل کېږي. یو شمیر دغه ایالتونه د تیرو کلونو په اوږدو کې په سیاسي لحاظ بدل شويدي چې دې کې یو هم د نیواډا ایالت دی. #SCAe24
تمه کیږي چې د رایه ورکولو وړ لاتین الاصله امریکایانو شمیر به د نومبر تر میاشتې پورې څه دپاسه ۳۶ میلیون تنو ته ورسیږي. د پيو د څیړنیز مرکز د معلوماتو له مخې لاتین الاصله امریکایان به د رایه ورکولو وړ امریکایانو شاوخوا ۱۵ سلنه جوړه کړي
پنسلوانیا د امریکا د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د یو ستر برخلیک ټاکوونکي ایالت په توګه ګڼل کیږي او دا ایالت کولی شي د ټاکنو ګټونکی معلوم کړي. دواړو کاندیدانو، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس په دې ایالت کې تر بل هر رقابتي ایالت څخه ډیر کمپاین وکړ. #SCAe24
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه ترسره شي. خو که ټول رایه ورکوونکي ونشي کړای د ټاکنو په ورځ رایه ورکړي، نو څه به وشي؟ د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د رایې ورکولو اختیارونه محدود ندي او د رایې ورکولو ډیرې لارې شته چې پدې راپور کې پرې بحث شوی دی.
په امریکا کې د نوامبر د پنځمې د جمهوري ریاست ټاکنو ته په نږدي کیدو سره د دې ټاکنو د دوو اصلي نوماندانو کمپاینونه په هغو اوو ایالتونو کې متمرکز دي چې "د سیاسي سیالیو ډګر" بلل کیږي. دا اوه ایالتونه کولی شي د ټاکنو وروستۍ پایلې بدلې کړي.
متحده ایالتونه پنځوس ایالتونه لري خو توقعات داسې دي چې د اوو ایالتونو رایه ورکوونکي به د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو برخلیک معلوم کړي. دغو اوو ایالتونو ته د سیاسِ سیالۍ ډګر هم وایي.
نور پورته کول