د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې هر ځل کمپاین کې د دولت وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې کابو ۹۰ سلنه ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي.
په فراه کې د ګوزڼ ناروغۍ متخصص ډاکټران د پولیو واکسین پر وړاندې هر ډول منفي تبلیغات ناسم بولي، او له ټولو کورنیو څخه غواړي چې د دغه ناوړه تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي.
د فراه روغتیایي کارکونکي وايي چې د کور په کور واکسین کمپاینونو د نه تطبیقیدو په صورت کې باید خلک خپل ماشومان د واکسین لپاره نږدې روغتیایي مرکزونو ته بوځي.
د فراه ولایت اوسېدونکي پولیو واکسین ولسي پروګرام بولي او د ټولنې هر غړی د پولیو واکسین کمپاینونو سره د همکارۍ په ډګر کې مسؤل ګڼي.
د فراه دیني عالمان نه یواځې پولیو واکسین حلال ګڼي، بلکه په خبره یې د اسلام له نظره هر ماشوم پر خپله کورنۍ حق لري چې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې یې واکسین کړي.
در فراه روغتیايي چارواکي وايي چې د ځايي مخورو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په مرسته یې د پولیو واکسین عامه پوهاوی پیل کړی ترڅو خلک دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
د فراه سیمه اییز روغتیایي چارواکي د پولیو واکسین پر وړاندې د ستونزو هوارولو په موخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د ناستو د پیل خبر ورکوي.
د فراه ولایت لوی دیني عالمان یو ځل بیا پر ټولو ولسونو غږ کوي چې د پولیو واکسین تطبیق د اسلام له نظره هیڅ ستونزه نلري، او ټولو ولسونو ته پکار ده چې خپل ماشومان واکسین کړي.
د فراه سېمه اییز چارواکي په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق لپاره چمتووالی ښیي، خو بیا وايي چې د طالبانو د بندیز له امله د ګوزڼ د پیښو رامینځته کیدل به د دوی مسؤلیت وي.
د فراه اړونده سیمه ییز چارواکي په ولسوالیو کې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین د رسېدو د نوي پرګرام خبره کوي.
د روغتیايي مسؤلینو په وینا د پولیو واکسین یو ځل تطبیق ماشومان د ګوزڼ له خطر څخه نه ژغوري او اړینه ده چې ماشوم د یو ځل واکسین کولو پر ځای هر ځل د کمپاین پر مهال واکسین شي.
د فراه په هغه سېمو کې چې ماشومانو ته د پولیو واکسین نه رسیږي او یو ځل بیا پکې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي، فراهیان یې سخت انديښمن کړي دي.
فراه کې د روانې اونۍ په دوشنبې ورځ (مرغومې ۲۹) د پولیو واکسین عمومي کمپاین پیل شو او ټاکل شوې چې ۱۹۷ زره تر پنځو کلونو ښکته ماشومان پدې ولایت کې واکسین شي.
د فراه ولایتي شورا استازی خیر محمد نورزی وايي، که چېرې په یوې کورنۍ کې یو ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شي، نو د ګوزن وهلي ماشوم کورنۍ هم د ژوند تر پایه په ستونزو کې وي.
که څه هم تر اوسه نړۍ پدې نده توانیدلې چې د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ د درملني لپاره درمل جوړ کړي، خو د کلونو راهیسې د دغې ناروغۍ مخنېوې لپاره پولیو واکسین جوړ شوی دی.
د فراه په هغه نا امنو ولسوالیو کې د تیرو دوه کلونو کې یو ځل بیا پکې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي، پدې ورستیو کې د پولیو ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې ستونزې راپورته شوي.
د فراه د ولسوالیو ځېنو اوسېدونکو دا ځل د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته یوړل.
د فراه ولایت په ولسوالیو کې د پولیو واکسین تطبیق پر وړاندې امنیتي ننګونو تر پنځو کلونو ښکته ماشومان د فلج ناروغۍ له ستر ګواښ سره مخ کړي دي.
د فراه په کليوالي سېمو کې د پولېو واکسین د ناسم تطبیق له امله، د سیمې ماشومان د ګوزڼ په ناورغۍ د اخته کیدو جدي ګواښ سره مخامخ دي او د خلکو په مینځ کې یې هم سختې اندیښنې راپارولي دي.
نور پورته کول