د فراه په ولسوالېو کې د امنیتي ستونزو زیاتوالی د پولېو واکسین کمپاینونه په روغتیايي مرکزونو کې هم له جدې ستونزو سره مخ کړې دي.
د فراه په بکواه، بالابلوک او اناردرې ولسوالېو کې د څلورو تنکېو ماشومانو په ګوزڼ اخته کیدل د خلکو په منځ کې سختې اندیښنې راپارولي دي.
په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو زیاتوالې په فراه ولایت کې هم پراخې اندېښنې راپارولي دي.
دیني عالمان هغه پرو پاګڼد چې ګواکې د اسلام له نظره د فلج ناروغۍ وقاېه د پولیو واکسین په مټ ناروا ده، بې اساسه بولي.
د فراه ولایت اوسېدونکي وایي، دا چې پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال دی، نو دینی عالمانو ته پکار ده، چې عام خلک د پولیو واکسین په ګټو پوه کړي او دیته یې وهڅوي ، چې خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.
نا امنیو د فراه ولایت په زیات شمېر ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاینونه له سختو ننګونو سره مخامخ کړي.
په فراه کې طبي ډاګتران وايي په نړۍ کې د ماشومانو ګوزڼ یا فلج ناروغي هېڅ ډول درملنه نلرې، خو زیاتوې چې پولیو واکسین په ډاډه توګه د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ مخنېوی کولای شي.
د فراه ولایتي شورا استازي پر خلکو غږ کوي چې پولیو واکسین مهم وګڼي او د ماشومانو راتلونکي ژوند وژغورې.
د فراه روغتیايي چارواکي وايي چې د پولیو واکسین تطبیق پر مهال نا امنه او پر خطره ولسوالیو ته ډیره پاملرنه کوي او هڅه به وکړي چې هلته له هر ډول ممکنه لارې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو هڅه کوي.
د فراه یو شمېر دیني عالمان وایي که ټولو کورنیو په سمه توګه د پولیو واکسین خپلو ماشومانو ته ور کړي وای، نو فلج به کلونه مخکې په افغانستان کې محوه شوی وای.
د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وايي، دوی هڅه کوي چې په ټوله فراه کې پولیو واکسین په سمه توګه تطبیق کړي او په خاص ډول د هغو سیمو ماشومانو ته زیاته پاملرنه وکړي چې د گوزڼ له ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ټاکل شوي چې د دې کمپاین په لړ کې شاوخوا شپږ عشاریه اوه (۶،۷) میلیونه ماشومان، چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین کړاي شي.
د فراه ولایت یو شمیر دیني عالمانو یو ځل بیا ماشومانو ته د پولیو واکسین د ورکولو سپارښتنه وکړه او پر ولسونو غږ وکړ چې خپل ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.
د فراه روغتیايي مسوولین د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته په معیاري توګه د پولیو واکسین پر رسولو ټینګار کوي او وایي چې د گوزڼ واکسین باید تر تطبیق دمخه په معیاري توگه په مخصوصو وسایلو کې وساتل شي.
د فراه ولایت روغتیايي چارواکي وايي د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ مخنېوې په موخه کلک اقدامات نېولي دي، خو بیا هم د دغه ویروس د خپرېدو انديښنه شته.
د فراه ولایت اوسېدونکي د پولیو واکسین عامه پوهاوې په اړه، د دیني عالمانو رول مهم بولې. د دوی په وینا زیات شمېر کلېوال وګړي لا تر اوسه هم د روغتیا په څانګه کې د ډاکټر تر خبرې د دیني عالم خبرې ته زیات ارزښت ورکوي.
پولیو یا گوزڼ په ډیره لوړه کچه ساري ناروغي ده چې که واکسین نشي، تر ټولو زیات د پنځه کالو عمر لاندې ماشومانو باندې اثر کوي.
د فراه اوسېدونکي وايي اوس هر ځل زیات شمیر ماشومان د فراه په کلېوالې سېمو کې د پولیو واکسین څخه بي برخي پاتې کږي، که چیرې پولیو واکسین د ګرځنده کمپاینونو له لارې کور په کور تطبیق شي، نو ټول تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړاي شي.
د فراه د ګوزڼ نوې پیښې، د دې ناروغۍ د بیا خپرېدو ویره خوره کړي او د دی ولایت اوسېدونکي د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ کوي چې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو ته د کور په کور ګرځېدو اجازه ورکړي.
د فراه ولایت روغتیایي مسوولین وایي چې یواځې په کلینیکونو کې د واکسین تطبیق ددې سبب شوی چې په بکواه ولسوالۍ کې په لسګونه زره ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې پاتې شي.
نور پورته کول