روغتیایي چارواکي وایي، د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه یوه ملي پروسه ده چې هر څوک یې په مخنیوي او له منځه وړلو کې مسؤلیت لري.
که څه هم په افغانستان او په ځانګړي ډول په سرحدي او ناامنه سیمو کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې پر وړاندې ځينې ستونزې لېدل کېږي، خو په ټوليز ډول داسې ښکاري، چې د پوليوويروس د خطر په اړه عامه پوهاوی د پراختيا په حال کې دی.
پکتیکا ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست، د دې ولایت اړوند ټولو جماتونو خطبېلیږلي او له ملا امامانو یې غوښتې چې د ممبر له لارې کورنیو ته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په هکله عامه پوهاوې ورکړي.
پکتیکا ولایت د مرکز ښرني اوسیدونکی شهبازوایي، دییوازي د پولیو واکسین له نوم سره آشنا دی، ولې په دې نه پوهیږي، چې د پولیو واکسین د ماشوم په روغتیا کې څه رول لري.
روغتیایي مسؤلین وايي، (پنځه اویا) رضاکاره ټیمونه یي مؤظف کړي، څو د پکتیکا ولایت په ټولو سیمو کې د کوچیانو شاوخوا څوارلس زره ماشومانو ته، چې له لس کلنۍ څخه ښکته عمر ولري، د پولیو ضد دوه څاڅکې واکسین تطبیق کړي.
تیرکال د افغانستان له نیمايې زیاتي د پولیو پیښې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې رامنځ ته شوې وې.