که څه هم په افغانستان او په ځانګړي ډول په سرحدي او ناامنه سیمو کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې پر وړاندې ځينې ستونزې لېدل کېږي، خو په ټوليز ډول داسې ښکاري، چې د پوليوويروس د خطر په اړه عامه پوهاوی د پراختيا په حال کې دی.
د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي سید ولي امريکاغږ ته وويل، چې د سيمې خلک يې اوس د پولیو ضد واکسین په ګټو پوهېدلي.
دی وایي، د عامې روغتیا ریاست ته په کار ده چې په دې برخه کې لا زیات کار وکړي تر څو د لري پرتو سیمو خلک هم د پولیو ضد واکسین په ګټو پوه شي.
هغه وویل "خلک واکسين ته خوښ دي، چې ماشومان يې له فلج وساتل شي. له خلکو مې غوښتنه دا ده، چې ماشومانو ته واکسين ولګوي، ځکه ډېره ګټه لري او هم له صحي کارکوونکو سره مرسته وکړي".
د پکتيکا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل وايي، چې د پوليو ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه يې د دغه ولايت په لرې پرته ګومل ولسوالۍ کې هم د عامه پوهاوي پروکرام پیل کړی.
هغه زیاته کړه، چې په دې برخه کې پر مذهبي او قومي مشرانو سربېره له خپلو شته امکاناتو هم کار اخلي، چې د ګوزڼ د واکسين په تطبيق کې د خلکو پوره همکاري تر لاسه کړي.
ده وویل"ځينو کسانو خپلو ماشومانو ته واکسين نه ورکول. نو موږ عامه پوهاوی جدي کړی، خلکو ته ورځو تبليغات ورته کوو. خپلو روغتيايي مسوولينو ته هم په ډېر ټينګار سره وايو، چې عامه پوهاوی ګړندی وساتي".
په ۲۰۱۶ عیسوي کال کې په پکتیکا کې د پولیو ۷ مثبت پیښي ثبت شوې، خو په ۲۰۱۷ کال کې بیا هیڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
ډاکټر ولي ګل وايي، چې له پاکستان سره د سرحد له امله دغه ولايت اوس هم د پوليو وايروس څخه خوندي نه ګڼل کیږي.
هغه وویل"پوليو وحشي ويروس دی، چې ماشومان د تل لپاره فلج کوي. څو کاله مخکې مخالفتونه ډېر وو، خو اوس د همدغو خلکو پوهه زياته شوې او ډېره کمه فيصدي خلک له واکسين سره علاقه نه ښيي".
ديني عالم عبدالقدير د اسلام له نظره پر هرا نسان لازمه ګڼي چې د خپلې روغتيا ساتنه وکړي.
مولوي عبدالقدير له خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د سالمې روغتيا په خاطر د ګوزڼ پرضد خپل مسؤلیت ترسره کړي.
هغه وویل"د دې لپاره چې زموږ خويندې، وروڼه او زامن د بل له محتاجۍ په امن وي، نو د هر بشريت دا دنده ده، چې د ګوزڼ په ضد مبارزه کې خپلې هلې ځلې وکړي او د فلج له ناروغۍ يې وژغوري".
نړيوال روغتیایي سازمان اټکل کاوه چې د ۲۰۱۷ مېلادي کال تر پایه به نور د پولیو ناروغۍ ټغر به له نړۍورټوڅخهکړي، خو د ۲۰۱۸ مېلادي کال یواځې د دوو میاشتو په تېرېدو سره تر دې مهاله په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۳ مثبت پيښي ثبت شوې چې یوه يې په ننګرهار او دوه نورې یې د کندهار په ولایت کې دي.