د هلمند د حجاری او نجاری فابريکه چې ددې ولايت د رخام ډبرې زيرمي پروسس کوي، وایي د حکومت له لوري د رخام په استخراج باندې د بنديز لګولو له امله اړ دي چې ډبرې له خصوصي شرکتونو وپيري.
حاجي محمد لعل په لښکرګاه کې د پستې باغ لري، هغه وايي ۲۱ کاله یې ايران کې د پستې باغداري کړې او اوس یې په خپل هېواد کې باغداری ته مخه کړې. وايي سږ کال یې ډېره پسته ټوله کړې خو د پستو د روزلو او ټولولو امکانات نلري او که د دوا او د پستو د ترېشر ماشین مرسته ورسره وشي ګټه به یې دوه برابره شي.
عبدالباري دغه شیریخ د شيدو څخه په لاسي ماشين کې جوړي او په ښار کې یې د ښوونځيو مخته او سړک غاړي باندې پلوري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هلمند کې د بُست تاريخي سيمي پنځه تاريخي ابدې له سره رغوي. په دغه ودانيو کې د علامه ابن حبان زيارت، د بُست څلی، د بُست کلا زېرخانې، د اوبو ذخيره ځای او د شهيدانو زيارت شامل دي چې ټاکل شوې د ملي انکشاف شرکت له لورې به د اتو مياشتو په جريان کې ورغول شي.
د هلمند د کرنې رياست رئيس زلمی الکو وايي په هلمند کې نوي ترويج شوي بوټو ښه پايله لرلې ده او ډېر نوي ترویج شوي بوټي ددې سيمې د آب و هوا سره توافق ښودلی دی.
د هلمند د کرنې رياست رئيس زلمی الکو وايي په هلمند کې نويو ترويج شويو بوټو ښه پايله لرلې ده او ډېرو نويو ترویج شويو بوټو ددې سيمې د آب و هوا سره توافق ښودلی دی.
د لښکرګاه ښار په جنوب کې د بُست کلا تاريخي سيمې ته د سيلانیانو تګ راتګ کم شوی دی. آزاد خبريال روح الله روحاني چې ډېر کله دغو کلاګانو ته د سیل لپاره ورځي، د خلکو د نه ورتګ لامل په سيمه کې د کروناوېروس خطر او د بُست کلا د سړک خرابولي بولي.
میر اقا په خپل کلي کې په حاجي پیلوټ مشهور دی. هغه د پیلوټۍ په برخه کې لوړې زده کړې د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۲ کال پورې په قرغزستان کې کړي دي ، د صبغت الله مجددې په مشری د مجاهدینو د حکومت په راتګ سره پر کور کښیناست او دامهال په ډېر بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوي.
په هلمند کې کروندګرو د خپلو کښتونو په ټولولو پیل کړی، خو وايي د سبزيو د بازار او د سړو خونو د نه شتون له کبله یې په ډیره ټیټه بیه خرڅوي.
د کرنې رياست وايي سږکال یې د مالدارۍ او بڼوالۍ ملي پروګرام له لارې ۱۴۰۰ جريبه ځمکه کې دا ډول باغونه جوړ کړي دي. په دې ويډيو کې کروندګر له باغونو څخه شفتالو ټولوي.
د هلمند د کرنې رياست د لښکرګاه څېړنيز فارم کې د هيليو لومړی فارم جوړ کړی چې تر دې مهاله تر ۱۰۰ډېرې هيلۍ لري. عمر لمر یې په اړه ویډیو چمتو کړې.
د څه باندې ۸۴ ميليونه افغانيو په دغې پروژه کې ۱۵۰ مميزخونې، ۵۰ سړخونې او ۳۰ د سبزيجاتو د وچولو ماشينونه شامل دي چې د مسؤلينو په وينا د کوکنارو ښه بديل هم کېدای شي.
سردارولي وایي چې دی په لښکرګاه ښار کې ددې آلې يوازينۍ جوړوونکی دی. هغه وایي د جاپاني جوړولو تر څنګ هغه ښه ږغولای هم شي.
د هلمند ولایت د پنبې کروندګر وایي د بست تصدي د پنبې د فابریکې د نه فعالیت په وجه خپل حاصلات په کمه بیه په نورو ولایتونو کې خرڅوي چې بیا پاکستان ته انتقالیږي.
د هلمند مقاماتو په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د بنديز لپاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکلی دی.
په لښکرګاه ښار کې یو شمیر مدني فعالان او ښاریان راټول شوي وو او د حکومت او طالبانو نه یې غوښتل چې د هلمند او کندهار بریښنا دې د خپلو اهدافو دپاره نه کاروي.
د کجکي بند کې دا مهال د برېښنا د توليد لپاره درې توربینونه نصب شوي.
د کجکي بند د هلمند د اوبو له دوو بندونو څخه یو دی چې په شمالي ولسوالۍ کجکي کې د هلمند پر سيند رغول شوی دی.
د بُست پروډکشن دتياتر ممثلین په هلمند کې لومړني تمثيل کوونکې ډله ده چې له ۱۳ کالو راپدې خوا د فلم، ډرامو او تياتر نندارو په برخه کې کار کوي. ددې پروډکشن مسؤل محمد آصف دلاور وايي په تیرو څو کلونو کې د ګڼو اقتصادي ستونزو سربېره یې د هنر مينوال ډير شوي خو هيچا ورسره مرسته نده کړې.
د هلمند ولايت د کرنې او مالداری رئيس وايي چې سږ کال اټکل کيږي چې په ۴۵۰ فارمونو کې به ۲۰ ټنه شات توليد شي.
نور پورته کول