نن د سپتمبر ٣٠ د ژباړې نړیواله ورځ ده. عبدالباري په ګوګل ژباړڼ کې تر دې دمه څه کم ۷۵ زره جملې له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړلي دي. عبدالباري چې په کندهار کې د کمپیوټرونو د ترمیم ورکشاپ لري وايي چې ګوګل ته ژباړه په خپل فارغ وخت کې کوي.
په هلمند کې د ملکه ثريا په نوم د مور او ماشوم پنځوس بستریز روغتون چې د لښکرګاه ښار په دوهمه ناحیه کې جوړ شوی نن یکشنبه د زمرې په ۲۷ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د کرنې ریاست وایي چې د تېرکال په پرتله په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۱۰سلنه زیات شوي دي.
د هلمند د پوهنې رياست وايي چې د لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ له ۱۹ ښوونځيو څخه ۱۰۷۸ زده کوونکې فارغ شوي دي.
دغو هلمندي ځوانانو له ۲۰ ولایتونو څخه ۹۰ زره کتابونه ټول کړي چې په کې د ښوونځيو کتابونه هم شامل دي. دوي غواړي دغه کتابونه په لیرې پرتو سیمو کې هغو ښوونځیو ته ورکړي چې د کتاب له نه شتون سره مخ وي. عمر لمرـ امریکاغږ
دا د نادعلي اړوند د ۳۱ غربي سيمه ده. دلته د طالبانو د دريو ولسواليو پخوانی مرکز وو. اوس ځوانان په نوي جوړ شوي سړک باندې د هرې جمعې په ورځ د موټر سايکل ځغلولو سیالۍ کوي.
د هلمند د برښنا رئيس نصرالله قانع په وينا نوي غځيدلي مزي به د ۲۰ کيلو واټو برښنا د لیږد ظرفيت ولري چې د زړو مزو په پرتله یې ظرفیت ۶ ځلې زیات دی.
د هلمند د عاميروغتيا رياست مسؤلين وايي چې په هلمند ولایت کې د عامې روغتيا وزارت او یو شمیر مرستندویه ټولنو په هڅو پدې ولایت کې د زیږون پر وخت د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شوې ده.
څه موده وړاندې ولسمشر غني هلمند ته په خپل سفر کې د يادې تصدۍ يادونه وکړه او ورسره یې د ۳۰۰ ميلونه افغانیو مرستې ژمنه وکړه چې لا یې هم څرک نه لیدل کیږي او تصدي هماغسې بنده ده.
د لښکرګاه ښار په څلورمې حوزې کې د باباجي سیمه چې له تیرو دريو کلونو راهیسې د وسلوالو طالبانو په لاس کې وه، نن د سه شنبې په ورځ (دسمبر ١١) د افغان ځواکونو لاس ته ورغله. د امریکا غږ خبریال عمر لمر د سیمې انځورونه رالیږلي.
د هلمند په جګړه کې ړوند شوی افسربرکت الله سرشار د خپلې ټولنې له لارې بې زده کړو ځوانان هڅوي تر څو تعليم وکړي.
د هلمند امنیتي مسولین په داسې حال کې د ټاکنو د پروسي د امنیت ډاډ ورکوي، چې د چهارشنبه په ورځ د عبدالجبار قهرمان وژنې امنیتي اندیښمنې زیږولي دي.