د افغانو ښځو شبکې چاروکې وايي، دغه شبکه په روان میلادي کال کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه د "پیوستون، مقاومت او یووالي" شعار لاندې پرمخ وړي.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارواکي وايي، چې د سالنګ لویه لار له څوالسو ساعتونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې پر بنسټ د رای ورکونکو لست به د پیژند ګلوۍ د تذکرې په اساس جوړیږي
ولسي جرګې غړو نن د چهارشنبې په ورځ د رایو په اکثریت د ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه چې څه باندې ۳۳۷ ملیارده افغانۍ کیږي په خپله عمومي غونډه کې تصویب کړه.
افغان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د بشري مرستو لپاره د ۴۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو غوښتنه وکړه.
د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني د خپلو هغو څرګندونو په اړه، چې اوس اکثره طالب مشران په افغانستان کې دي وایي، د نوموړي له دغې وینا څخه ناسم تعبیر شوی دی.
د افغانستان مرکزي بانک وایي په افغانستان کې سیاسي کړکیچونه ددې لامل شوي چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه په بیساري ډول پورته لاړه شي.
په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶۵ میلیارد افغانۍ عواید درلودل، خو د ماليې وزارت چارواکي وايي، په ۲۰۱۷ کال کې د عوایدو دغه کچه نږدې ۱۷۰ میلیارد افغانیو ته لوړه شوې ده.
له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی په یو تازه رپوټ کې ۲۰۱۷ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی بللی او و یلي یې دي، چې په دغه کال کې ۱۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د افغانستان او هند ترمنځ د د سوداګریزو توکو د صادرولو دویم هوایي دهلیز د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي اوسمهال د نړۍ په پنځو حوزو کې ۵ میلیونه افغان مهاجر استوګن دي چې د دوې په مدیریت کې کومه جدي ستونزه وجود نلري.
د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي په تیرو څلور کلونو کې د ګواښونو له امله د رسنیو دوه زره کارکوونکو خپلې دندې پریښي دي.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پر وینا په تیرو لسو کلونو کې په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ښځو ونډه د پام وړ وه
د کابل پولیس وايي، د دغه ښار د پنځلسمې حوزې په پنجصد فامیلیو سیمه کې د یوې کورنۍ لس غړي تیره شپه ناوخته دوه بجۍ په ډزو وژل شوي دي.
د افغانستان لویه څارنوالي وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد په ځانګړۍ څارنوالۍ کې د ښځینه څارنوالانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د پروسږ کال په پرتله افغانستان ته د درملو په قاچاق کې لس فیصده کموالی راغلی دی.
د ترانسپورت وزارت وایي هغه پاکستاني وارداتي مالونه چې له دغه هیواد افغانستان ته د سپين بولدک او تورخم له لارې واردیږي، لومړی به په افغانستان کې له پاکستاني لاریو تخلیه کیږي او وروسته به په افغاني موټرو کې نورو سیمو ته لیږدول کیږي.
د ماشومانو د ملاتړ ادارې (سیف د چلډرن) له افغان حکومت څخه غوښتي چې په ښوونځیو کې له زدهکوونکو سره تاوتریخوالی بند کړي.
د اداری فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمیټه (MEC) وايي، د کارډ ـ اف د کرنیزو او بیارغونې پروژو د ناسم مدیریت له امله د پیسو لویه برخه بېځایه لګول شوې ده.
د افغانستان حکومت د بیسوادۍ لوړې کچې ته په کتو، یوه طرح جوړه کړې ده، ترڅو د دولتي او خصوصي سکتور له موجودو امکاناتو څخه په استفادې په دغه هیواد کې د سواد کچه لوړه کړي.
نور پورته کول