د سیندونو د اوبو د مهارلو لپاره په دولسو ولایتونو کې د استنادي دیوالونو او کانالونو جوړولو پروژې عملي کیږي.
د افغانستان یو شمیر ګوندونو او سیاسي خوځښتونو د دوشنبه په ورځ د ټاکنو کمیسیون مخې ته، په یوې اعتراضي غونډه کې د اوسني ټاکنیز نظام پر بدلون ټینګار وکړ.
افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې ۲۷ غړو ته په کابل کې د یو یو آپارتمان کلي ورکړه.
د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په بې ساري ډول افغانۍ د امریکایي ډالر په مقابل کې ټیټه شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي د تیرو کلونو په پرتله که څه هم د افغانستان په زندانو کې وضعیت ښه شوی دی خو لا هم د کابل په ګډون په یو شمیر زندانونو کې معیشتي وضعیت نامناسب دی.
د افغانستان لویه څارنوالي وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ په ۳۱ ولایتونو کې د ښځو لخوا اداره کیږي.
د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه (امکا) وایي چې، په دغه هیواد کې د کار په شرایطو د برابرو کسانو له شمیرې څخه نږدې څلویښت فیصده یې اوزګار دي.
د یونیسف د اعلامیې پر اساس دغې مسلې نه یوازې د هغو ماشومانو ژوند چې واکسین شوي نه دي له خطر سره مخ کړی، بلکې د هغو شمیر ماشومان ژوند هم ګواښي چې د دوې په شاوخوا کې اوسیږي.
محمد یونس قانوني د پنجشنبې په ورځ په یوه ناسته کې ګډونوالو ته وویل، د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته نړیوالې ټولنې د افغانستان د زعامت لپاره د حامد کرزي پر نوم سلا کړې وه.
په افغانستان کې یو شمیر ګوندونه او سیاسي خوځښتونه له افغان حکومت څخه غواړي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په جوړښت کې دې د مرکز او ولایاتو په ګډون د څارنې یوه خونه جوړه شي.
نړیوال بانک په افغانستان کې د دریو سترو پروژو د پلي کولو لپاره له افغان حکومت سره د ۶۹۱ میلیون امریکایي ډالرو مرسته وکړه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په روان مالي کال کې سل میلیونه ډالر بهرنۍ مرستې لږ شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي دا مهال د دغه هیواد ۶۰ فیصده خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري او سږکال به دغه کچه ۹۰ فیصدو ته لوړه شي.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راځي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې حکومت یې په تیرو کلونو کې د افغانستان بقا ته لومړیتوب ورکړی وو خو په روان کال کې به زیاته پاملرنه د پوهنې سکټور ته کوي.
د افغانستان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د شنبې په ورځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه یوه څیړنه خپره کړې، چې په دغه هیواد کې د تیرو کلونو پرتله د ښځینه خبریالانوپه شمیر کې کموالی ښيي.
د افغانستان او ترکیې د پوهنې وزارتونو تر منځ د یو تړون له مخې د افغان ترک ښونځیو مدیریت، چې له دې مخکې د چاغ ایجوکیشنل په نوم یوې انجیو پر غاړه وو، د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپارل شو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د سولې لوړ قمیت د مخالفانو د نظر درک کول دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې ځینې کړۍ په دغه هیواد کې د جګړې اور ته لمن وهي او هڅه کوي، چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.
د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر د سعودي له چارواکو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ (فبروري۱۸) ریاض ته ولاړ.
نور پورته کول