په کندهار کې د جګړو له شدت سره پر یوه وخت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ مرکز له یوې سیمي څخه بلي سیمي ته انتقال شوی.
په هلمند کې د ډاکترانو او روغتیا پالانو د سپرلۍ پر موټر وسله وال برید کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي.
د کندهار روغتیايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د نا امنیو په زیاتوالي سره د دوی د طبي منابعو لویه برخه د جګړې د قربانیانو په درملنه لګول کیږي.
په کندهار کې پر يوه مسافر وړونکي بس د سړک د غاړي ماين چاودنه کې پنځه مسافر وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان ولایتي مقامات وايي چې د چورې ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه د یوه نظامي پلان له مخې ولایتي مرکز ترینکوټ کې ځای پر ځای شوي دي.
د اروزګان سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار وختي یې د دغه ولایت له خاص ارزګان ولسوالۍ څخه تکتیکي شا تګ کړی دی.
د هلمند ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان وايي، تیره شپه د بست کلا د امنیتي پوستې اته پولیس د نفوذي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
امنیتي مقامات وايي چې تېره شپه يې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز له یوې سیمي څخه بلي ته لېږدولی دی.
امنیتي مقامات وايي چې د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ له مرکز څخه شاتګ شوی او تیره شپه یاده ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې.
د اروزګان پر درې ولسوالیو د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
امنیتي منابع وايي، چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ مرکز نن سهار سقوط کړی دی.
په کندهار ولایت د دهلې اوبو بند سیمه کې د پوځي عملیاتو له کبله کندهار ښار او ولسوالی د اوبو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په هلمند کې د افغانستان د پوځ مقامات وايې چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې پوځي عملیات پای ته رسولي او د ښار د امنیت په اړه اندېښنې رفع شوي دي.
په کندهار کې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج په لړ کې د لوکاټ د میوو باغونو ښه نتیجه ورکړې ده.
په کندهار کې د سبزیو کروندګر وايي چې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج په لړ کې د ګلپي کروندو ښه پایله ورکړه چې له امله یې ډېری کروندګرو کرلو ته مخه کړې ده.
په کندهار کې په نشو اخته کسان وایي چې د نشو له امله دومره کمزوري شوي چې اوس خپلې ورځنۍ چارې هم سر ته نه شي رسولای.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ باغوانان وايي چې د جګړو له امله یې د ځمکو اوبولو سیسټمونه خراب شوي چې دوی له یې له لوی مالي زیان سره مخ کړي دي.
د زابل امنیتي مقامات وايي چې پر شهرصفا ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی.
یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړه چې د دولت شاه ولسوالۍ څخه حکومتي ځواکونه او پرسونل وتلي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله ۷ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
نور پورته کول