د طالبانو او افغان حکومت سرچینې وایي طالبانو په لغمان ولایت کې ۲۰ حکومتي سرتیري خوشې کړي دي.
په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو خبر ورکول شوی، د دې ولایت په غني خېلو کې په نشه يي توکو اخته کسان لا هم په ډله ییزه توګه خپلو نشو ته دوام ورکوي.
کونړ کې د ځوانانو لسګونه ټولنې د پولیو واکسین په اړه د دې ولایت په ولسوالیو کې عامه پوهاوی کوي چې خلک باید خپلو ماشومانو ته د پولیو د مخنوي واکسین ورکړي.
د نورستان روغتیايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو سره یې داسې تفاهم تر سره کړی دی، چې له مخې به یې کور پر کور ټولو ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي او هیڅ ډول مخالفت به یې نه کېږي.
په کونړ ولایت کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو د مخالفت په وجهه ۳۹ زره ماشومان له واکسین پاتې کېږي، چې روغتیايي چارواکي او ولسي خلک دې چارې اندېښمن کړي دي.
د لغمان په ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې د حکومت مخالفو وسله والو د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز لګولی دي، چې په دغه ولایت کې ۳۰ سلنه ماشومان له ګوزڼ ضد واکسین بې برخې پاتې کیږي.
د تورخم ښاروال وايي، تر لس زره مسافر په ډله ییز ډول بغیر د کرونا ویروس له چیک نه د تورخم له لارې افغانستان ته راواوښتل.
په ننګرهار کې یو شمېر معتادین د خسو او له ډیرانونو څخه د کباړو په راټولولو او پلورلو سره د نشه يي توکو لپاره پیسې پیدا کوي.
د ننګرهار والي په امر دغه ولایت کې یو شمېر پارکونه، د ګڼې ګوڼې عامه ځایونه او ځينې مارکیټونه وتړل شول.
لغمان کې د داعش ډلې د یو قوماندان په ګډون ۳۰ داعش وسله وال نن پنجشنبه حکومت ته تسلیم شول او خپلې وسلې یې هم ملي امنیت ادارې ته وسپارلې.
د ننګرهار چارواکي وايي پاکستان نن دوشنبه کب ۲۶مه سهار وختي د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
ولسمشر غني وايي، که طالبان د بندیانو په خوشي کولو غږیږي نو افغان حکومت شرطونه لري.
د ننګرهار په ولایت کې د واکسینو پروسې مسولین وايي، چې بېلابېلو ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ګڼو هغو سیمو ته واکسین رسېدلي چې له اوږدو کلونو راهیسې پکې ماشومان له واکسین کولو پاتې وو.
د ننګرهار په دور بابا کې ګڼو کورنیو له کلونو راهیسې یې غرونه سوري کړي او د ژوند لپاره یې ځانونو سمڅې جوړې کړي دي.
په ننګرهار ولایت کې د افغان سرتېرو ډزو کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د کونړ په ولایت کې د واکسینو تېر کمپاین کې نژدې څلوېښت سره ماشومان د پولیو له واکسینو پاتې شوې دي چې چارواکي وايي هڅې یې پیل کړي تر څو د پاتې کېدونکو ماشومانو کچه راکمه کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایی، پاکستان د تورخم دروازه تر لس ساعته بندېدو وروسته بېرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه کړه.
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار، لغمان او کونړ پوهنتونونو محصلین په خپلو سیمو کې د پولیو ضد کمپاینونو نظارت پیلوي او وايي په دې چارې سره به د له واکسین نه د پاتې شویو ماشومانو کچه نوره هم کمه شي.
د کونړ په ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي، ددې ولایت په ټولو ولسوالیو، کلیو او درو کې یې د واکسین ګرځنډه ټیمونه ګمارلي، چې هره میاشت څه د پاسه ١٠٠٠٠ ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنوي واکسین رسوي.
نور پورته کول