د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، چې د دوشنبې پر سهار ۱۰بجې او ۳۰ دقیقې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ اړوند.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یوې جاپانۍ «PMS» خیره موسسې مشر ډاکټر ناکامورا په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند دره کې د داعش خلاف د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات پای ته ورسېدل.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند بډا کڅ په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي له ۹ تنه وژل شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني جلال اباد کې د قومي مشرانو ته په وینا کې وویل، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدا شان پاڅونوالو په ګډه دې ولایت کې داعش ډله ختمه کړه.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، نن تر ماسپښین وروسته د جلال اباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د ملي امنیت پر 'صفر ۲' قطعې ځانمرګی برید شوی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه سهار د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته رسېدلی چې د تېرې جمعې ورځې د پېښې قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي.
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په یو جومات کې د جمعې لمانځه پر وخت چاودنه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د علیشنګ ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم برید شوی دی.
چارواکي وايي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې درې ملکي وګړي یې وژلي دي.
نن چهارشنبه د سپټمبر پر۱۸مه«وږې۲۷مه» د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د الکترونیکي تذکرو پر دفتر شوی برید د امنیتي سرتیرو له خوا وځپل شو.
د ننګرهار ولایت کې د (کار ډي ایف) یا کرنې د ودې او پراخیتا موسیسې د ننګرهار ګڼ شمېر ولسوالیو کې خلکو ته د جرګانو فارمونه جوړ کړي چې هر فارم د بنځه زره چرګوړو د روزنې ظرفیت لري.
د نورستان ولایت په نورګرام او منډول ولسوالیو کې له تېرو دریو کلونو راهیسې کوکنار کرل کېږي چې چارواکي وايي په هغو سیمو کې کرل کېږي چې د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندې دي.
ننګرهار کې کروندګر نیوکه کوي چې حکومت ورته د غنمو، جوارو او سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه هغه مهال ویشي چې د کر وخت یې تېر شوی وي.
په لغمان ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ اوه کسان وژل شوي دي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې چرس کرل کېږي او له دې سره جوخت پر چرسو د اخته کسانو شمېره هم مخ په لوړېدو ده.
نن دوشنبه د«زمري میاشتې پر۲۸مه» د ننګرهار مرکز جلال اباد او خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۸ چاودنې شوي دي.
سږ کال د ننګرهار په ولایت کې د پیازو د تازه ساتنې لپاره شپېته سړې خونې جوړېږي چې دا چاره به کروندګرو سره مرسته وکړي تر څو خپل تولیدات وساتي او مناسب وخت کې یې په ښه نرخ وپلوري.
د یوې کونډې د کاله اختریزه غرمنۍ، وړې صالحې ته په لاسو د نکریزو چاپې د رواجي ژوند یوه دروغجنه خوښي ښکاري،ځکه د دار په پړي کې راځوړند پلار یې لا په سترګو کې دی.
محمد حسن ولسمل د پښتو ژبې لیکوال، ژورنالیست او سیاسي مبصر و چې د اویایمې لسیزې راپدیخوا د هیواد نه بهر د "مجاهد ولس" په نامه مجلې د چلولو تر څنگ یې سیاسي او فرهنگي فعالیت کاوه.
نور پورته کول