د ننګرهار پوهنتون یو شمېر استادانو د دوی د معاشونو د تښتولو کېدو، ورپېښو امنیتي ګواښونو او یو شمېر نورو لاملونو له کبله، درسي اعتصاب وکړ.
د افغاانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د درملو ۷۰ هغه بهرني شرکتونه به ډېر ژر وتړي، چې د چارواکو په خبره دغه هېواد ته غلط درمل واردوي.
مولوي عطاء الله لودین دشنبې په ورځ دیوه خبري کنفرانس له لارې خپله استعفی اعلان کړه او له استعفی لږ وروسته د ولایت له ماڼۍ څخه ووت.
په افغانستان کې د ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دویم او ستر پوهنتون بلل کیږي، خپله پنځوسمه کلیزه لمانځي.
د نورستان چارواکي وايي د جګړو په کلونو کې پاکستان ته د دوی قاچاق شوي تاریخي اثار دې بیرته دې ولایت ته وسپارل شي.
چارواکي وايي ددغه پولیسو په جوړېدو سره به دعامو خلکو ستونزې مستقیماً دکورنیو چارو وزارت ته ورسېږي.
په ننګرهار کې چارواکي وايي دمعتادینو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او په دغه ولایت کې دمعتادینو د درملنې لپاره یې مرکزونه کم دي.
په ننګرهار ولایت کې د لبنیاتو د پروسس یوه لویه فابریکه فعاله شوه، چې ښایي هره ورځ تر لس زره مټریک ټنه لبنیات بازار ته عرضه کړي.
ولسمشر غني د ختیځو ولایتونو له والیانو سره په خبرو کې وویل ډېر ژر به د وزیرانو په کچه سیمې ته یو پلاوی استوي چې د فساد قضیې وڅېړي.
په جلال اباد کې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوي او د ننګرهار د ولایتي شورا د یوې استازې په ګډون اوه تنه ټپیان شوي دي.
دکونړ ولایتي چارواکي وايي تېره شپه وسله والو مخالفينو د دغه ولایت د ناړۍ په ولسوالۍ کې د نجونو يو ښوونځى او يو کلينيک په ماينونو الوزولي دي.
دختیځو ولایتونو په کچه څه باندې پنځوس زره ماشومان د ګوزڼ له واکسیناسیون څخه پاتې شوي چې دغه لوړې شمیرې اندیښنې زېږولي دي.
په ننګرهار کې چارواکي وايي د نا امنیو په بېلا بېلو پېښو او د وسله والو طالبانو په بریدونو کې په یوه میاشت کې ۱۲ قومي مشران وژل شوي.
د اخون نساء په نوم دغه زیارت چې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې وو د سیمې د اوسیدونکو په وینا شاوخوا څلور سوه کاله قدامت یې درلود.
په ننګرهار کې چارواکي وایي چې تېره شپه وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپېلې نجونو ښوونځي اداره او تحویلخانه په بمونو الوزولې ده.
دننګرهار سرپرست والي عطاالله لودین وايي چې په طورخم ښارګوټي کې دلګېدلي ترازو یا تلې څخه هره اونۍ په ملیونونه افغانۍ غلا کیږي.
د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د طوفان په نوم پوځي عملیات له څلویښت ورځو وروسته طالبانو او افغان ځواکونو ته په درنو تلفاتو پای ته ورسیدل.
امنیتي چارواکي وايي، نن یې بیا د کونړ د دانګام ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفانو په وړاندې جګړه پیل کړې او ۱۴ وسلوال یې وژلي دي.
له هغې وروسته چې په ننګرهار کې په دریو ورځو کې دوه قاضیان ووژل شول، د ننګرهار استیناف محکمې د قاضیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
قاضي محمود الحسن، نن سهار اته بجې په جلال آباد ښار کې د هغه په شخصي موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
نور پورته کول