په کونړ کې امنیتي چارواکو امریکا غږ اشنا ته ویلي چې افغان ځواکونو نن سهار په دانګام کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات بیا پیل کړل.
طالبان وایي د دانگام ولسوالۍ ایسار ماشومان او مېرمنې په دې شرط خوشې کوي چې نارینه یې له دوی سره د افغان حکومت خلاف وجنگیږي.
دکونړ په دانګام ولسوالۍ کې دتېرو دوه ورځو راهیسې جګړه روانه ده او چارواکي وايي وسله والو د عامو خلکو ۳۰ کورونه سوځولي دي.
د کونړ د دانګام په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د مخالفو وسلوالو ترمنځ نن بیا جګړه پیل شوې ده.
امنیتي چارواکي وايي دکونړ ولایت د دانګام په ولسوالۍ یې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د سلګونو وسله والو بریدونه تیره شپه په شا تنبولي دي .
د ننګرهار د غني خیلو په ولسوالۍ کې طالبانو پر واکسینو بندیز لګولی او شاو خوا دېرش زره ماشومان د ګوزڼ له واکسین نه محروم شوي.
د ننګرهار پوهنتون نژدې زرو محصلینو د افغانستان په نویو بریښنایي تذکرو کې د افغان کلیمي د نه شتون په غبرګون کې لاریون وکړ.
په کونړ کې د روغتیا چارواکي وايي د وسله والو طالبانو او ځینو ځايي ملایانو د ممانعت له کبله ۱۲۰۰ ماشومان، د گوزڼ له واکسن نه پاتې دي.
په نورستان کې چارواکي وايي شاوخوا اته سوه طالبانو نه په کامدېش ولسوالۍ کې په حکومتي پوستو بریدونه کړي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، هغه ۲۴ ښوونځي چې طالبانو څه موده مخکې په هسکې مینې ولسوالۍ کې تړلي وو، بېرته پرانیستل شول.
دافغانستان په ختیځو ولایتونو کې دقومي خلکو وژنې زیاتې شوي او په تېرو شاوخوا دوو ورځو کې دوه قومي مشران وژل شوي دي.
په ننګرهار کې چارواکي وايي طالبانو د هسکې مینې په ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵ ښوونځي تړلي او د خپلو یو شمېر بندیانو ازادول غواړي.
دافغانستان په ختیځو ولایتونو کې دقیمتي کاڼو ټولنه وايي په روان کال کې دملیونونو ډالرو قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاق شوي دي.
د افغانستان په ختیځ ښار جلال اباد کې یو ملي تجار د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت یوه ماڼۍ جوړه کړې ده چې سپینه ماڼۍ یې بولي.
د نورستان ولایت کروند ګر غواړي چې د کوکنارو د نه کرلو په بدیل کې دې د دوی په ولایت کې رغنیزې پروژې پلي شي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، زورواکانو د قاسم آباد په ښارګوټي کې هغه نومرې غصب کړي چې معلولینو ته ورکړل شوې وې.
د ننګرهار چارواکي وايي په تېرو دوه کلونو کې یې د کوکنارو د بدیل په مقصد د بزګرو لپاره د شل ملیون ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي دي.