د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې شیرزي لوبغالي ته نژدې ځانمرګي برید شپږ ملکي کسان وژلي او دیارلس نور یې زخمیان کړي دي.
جلال اباد ښار کې دریو پرلپسې چاودنو دوه تنه وژلي او پنځه نور یې زخمیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت له خوږیاڼو ولسوالۍ نه وروسته اوس د لغمان الینګار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې چې په کې دواړو ډلو ته مرګ ژوبله هم اوړیدلې ده.
خوږیاڼو کې د داعش ډلې او طالبانو جګړه د وزیرو تنګي په مربوطاتو کې روانه ده چې د داسلامي دولت یا د اعش ډلې وسله والو له طالبانو نه یو شمېر کلي لاندې کړي دي.
د ننګرهار په مومندرې کې د پولیو تازه مثبته پېښه دوه ورځې وړاندې ثبت شوې ده چې ور سره په دغه ولایت کې د پولیو پېښو شمیر دریو او په ټول افغانستان کې لسو ته پورته شوی دی.
چارواکي وايي د ننګرهار خوږیاڼو کې له نن یو ځل بیا د داعش او طالبانو تر منځ سخته جګړه پیل شوې او داعش وسله والو په دغه ولسوالۍ کې له طالبانو څخه ځینې مهمې سیمې نیولي دي
امنیتي چارواکي وايي برید د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې کمپونو ساحه کې د دره نور ولسوالۍ د محلي پولیسو د مخکیني قوماندان قوناندان شیخ اکرم د کور مخې ته شوې ده چې اته تنه پکې وژل شوي اوشپاړس نور زخمیان دي.
عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې بیګا مازیګر داعش وسله والو د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې له خپلو پنځلسو ملګرو نه سرونه پرې کړي دي.
د کونړ ولایتي چارواکي وايي په تیرو دوو ورځو کې یې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ پر امنیتي پوستو دوه ځله د توپونو متقابلې ډزې کړي دي.
د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې داعش وسله والو په دغه ولایت کې د شنبې د ورځې په سهارد کونړ استیناف څارنوالۍ اجریه مدیر شرین ګل وژلی دی.
د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې نه په تېرو څو ورځو کې تر زرو توغندي ویشتل شوي.
د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې نه د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د بریدونو لړۍ لاهم دوام لري چې له امل یې تر اوسه لسګونه کورنۍ له خپلو کورنو څخه خوندي سیمو ته وتلي دي
د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي په ویشتل شویو مرمیو کې یوه یې پر یوه کاله لګېدلې چې یو سړی یې زخمی کړی دی.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې داعش او طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي کې خپلو کې بیا ځلې جګړه پیل کړې چې له امله یې څلور داعش او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پاکستان د قونسلګرۍ یو کارکوونکی په جلال اباد ښار کې موټر سایکل سپرو په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار په ولایت کې هغه درې ځانمرګي برید کوونکي نیول شوي چې د چارواکو په خبره د موټر بم په وسیله یې غوښتل د ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې ځانونو او موټر بم ته چاودنه ورکړي.
د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې داعش او وسله وال طالبان خپلو کې نښتې پیل کړي، چې د چارواکو په وینا د طالبانو نومول شوی ولسوال هم پکی وژل شوی دی.
په ننګرهار کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي او ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې اووه ملکي کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو تازه پیښه د دغه ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د ننګرهار په جلال اباد ښار کې ډاکټرانو او درملتونونو د نا امنۍ په غبرګون خپل کاري اعتصاب ختم کړ.
نور پورته کول