د تېرې ورځې له غرمې راهیسې د تورخم دروازه د پاکستاني نظامیانو لخوا دواړو لورو ته د تلونکو خلکو پر مخ تړل شوې ده ډېر شمېر مسافر دواړو خواوو ته په انتظار دي.
د جنازي په مراسمو کې د افغان حکومت د چارواکو د ګډون سربیره په لسګونو ادیبانو، لیکوالانو او شاعرانو هم برخه اخیستې وه.
کونړ ولایت کې چارواکي وايي داعش ډلې په ماڼوګي ولسوالۍ کې له دوو ملکي خلکو نه سرونه پرې کړي دي.
د نورستان ولایت چارواکي وايي چې نن سهار وختي تر پنځه سوه وسله والو د برګمټال پر ولسوالۍ برید کړی.
ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو د قوماندان پر موټر چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې زخمیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو د ملي اردو هغه دوه سرتیري" ورونه" وژلي چې کور ته د اختر د رخصتۍ لپاره تللي وو.
د قوماندانۍ چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهوررئیس غني د دغو چارواکو سره د لیدو کتو وروسته بیرته کابل ته ستون شوی دی.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې دغه برید د دوو ځانمرګو بریدګرو وژل کیدو وروسته شاوخوا یوولس نمیې بجې پای ته ورسید.
د ننګرهار په ولایت کې د وړمې شپې باران او سېلابونو له امله د چارواکو پر وینا درې ماشومان مړه شوي او یوه کوچنۍ انجلې ټپي شوې ده او همدا راز تر ۲۵۰ کورنه زیانمن شوي چې ځینې پکې بیخي ړنګ شوي دي.
د کونړ ولایتي مقامات وايي چې ددغه ولایت په دانګام او ناړۍ ولسوالیو د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې نه لسګونه توغندي ویشتل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې لیکلي چې د ننګرهار په ولایت کې یې د داعش ډلې خلاف عملیاتو کې یو سرتېری وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې تر دوو سوو کسانو ددغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هغه هوايي بریدونه وغندل چې ددوی په باور ملکي وکړي پکې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې تیره ورځ مازیګر په بمباریو کې شپاړس ملکي وګړي وژل شوي چې اته په کې د یوې کورنۍ غړي دي.
د افغانستان په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو ځینو استازو د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د قومي خلکو شاوخوا پنځه زره کسیزې غونډې ته په ویناوو کې پر اوسني نظام سختې نیوکې وکړې او له پر ولسمشر یې غږ وکړ چې د ختیځو ولایتونو شتوو ستونزو ته دې پام وکړي.
د نورستان ولایت چارواکي وايي چې سلګونو وسله والو طالبانو پر وانت وایګل ولسوالۍ د چهارشنبې په سهار برید کړی، چې لا هم په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.
وسله والو طالبانو د لغمان په دریو ولسوالیو کې روغتیايی مرکزونه بند کړي او ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.
د ننګرهار پچیراګام کې د سیمه ییزو پولیسو د زیاتېدو غوښتنه وشوه
د هسکې مېنې امنیه قوماندان حمید الله له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې پر داعش وسله والو یې هوايي او ځمکني قوي ګوزارونه شروع کړې دي.
ورستان په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د وانت وایګل په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د داعش ډلې د یو قوماندان پر کور برید کړی دی.
په کونړ کې د حزب اسلامي ګوند پر یو قوماندان امان الله باندې د شنبې په شپه درې بجې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.
نور پورته کول