ملګرو ملتونو د شنبې د ورځې د رائیو د بیا پلټنې د بهیر له پیل یوه ورځ مخکې کابل ته د نړیوالو څارونکو د رارسیدلو هرکلی کړی دی.
یان کوبش وایي، ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رائیو د پلټنې د کړنلارې له مخې به هره تقلبي رایه باطله او هره پاکه رایه وشمیرل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خاورې څخه په پاکستاني سرحدي پوستو باندې د بریدونو په اړوند د پاکستان ادعا رد کړه.
د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څیر نن په افغانستان کې هم خلکو د کوچني اختر لمانځل د اختر د لمونځونو په ادا کولو سره پیل کړل.
په کابل او په ځینو نورو ښارونو کې نن یکشنبې د مدني تولنې غړو او عامو خلکو د ملکي کسانو د وژنې د غندلو لپاره لاریونونه کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رائیو د پلټنې بهیر د کاندیدانو ترمنځ د کړنلارې په سر د موافقې د رامنځ ته کولو لپاره په موقتي توګه وځنډاوه.
احمد ضیا مسعود وایي دوی به هیڅکله د عبدالله عبدالله د ټیم نه دا غوښتنه و نه کړي چې د اجرائیوي ریاست څوکۍ دی د دوی ټیم ته ورکړي.
د غور ولایت چارواکي وایي، وسلوالو کسانو په دغه ولایت کې ۱۴ ملکي کسان چې درې ښځې هم په کې شاملې دي په ډزو وژلي دي.
ولسمشر حامد کرزی وایي، چین چې د افغانستان دوست او له پاکستان سره نږدې اړیکې لري کولای شي د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.
د ملي امنیت ریاست وایي، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیل دمخه له سیمې نه ټول مخالف وسلوال خوندي ځایونو ته لیږدول شوي وو.
د کابل په هوایي ډګر کې چارواکي وایي چې د اماراتو هوایي شرکت پریکړه کړې چې سر له دې اونۍ کابل ته هره ورځ الوتنې وکړي.
د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د سه شنبې د ورځې له کتنې وروسته، دواړو کاندیدانو نن یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړې.
بارک اوباما، د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د ټاکنو په تړاو د شوي ټړون له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ستایلی دی.
د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د جوزا د میاشتې د ټاکنو د اته میلونو نه د زیاتو رایو بیا شمیرل به د سه شنبې په ورځ په کابل کې پیل شي.
ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو وړاندیز منلی چې له مخې به یې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو تر ۴۳٪ فیصدو پورې رایې بیا وشمیرل شي.
د امریکا له متحده ایالتونو وروسته برتانیې هم په افغان سیاسي مشرانو غږ کړی چې خپل اساسي قانون ته دې درناوی وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست یو مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی وایي، باور لري چې خبره د موازي حکومت جوړیدلو ته و نه رسیږې.
احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه غواړي چې د مهال ویش سره سم دې د جوزا د ۲۴ ورځې د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلان کړي.
دوو امریکایي سناتورانو افغانستان ته د خپل سفر په لړ کې د جمهوري ریاست د دوه کاندیدانو سره د ټاکنو راوروسته حالاتو په باب خبرې کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې دغه کمیسیون د جوزا د ۲۴ ورځې د لومړنیو پایلو اعلان تر نامعلومي نیټې ځنډولی دی.
نور پورته کول