یوناما د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کادیدانو غوښتي چې د ټاکنو د پلټنو د بهیر د بشپړیدلو لپاره د ټاکنو د کمیسیون سره همکاري وکړي.
د جمهوري ریاست ټاکنیز ټیمونه وایي، د امریکا جمهور رئیس د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو سره یو ځل بیا تلیفوني خبرې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د دوشنبې په ورځ د رائیو د چک لستونو او د پایلو د جمع بندیو په کله د پریکړو لپاره علني غونډې جوړوي.
عبدالله عبدالله په کابل کې د خپلو پلویانو او ملاټرو یوې غونډې ته وویل چې یوازې د خلکو پاکې رایې به د ټاکنو پایلې وټاکي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي، د هرات په ولایت کې ددغې کمیټې پنځه تښتول شوي کارکوونکي نن پنجشنبه برمته کوونکو خوشې کړل.
انتخاباتي کمیسیونونو د ټاکنو د چټکتیا په خاطر له ولسمشر کرزي غوښتي چې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو سره خبرې وکړي.
سپنتا په یو اړخیز ډول له واکه د ولسمشر کرزي د ګوښه کیدلو رپوټونه بې اساسه بللي او وایي ښاغلی کرزی به په مسولانه توګه واک وسپاري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا یو ځل بیا پاکستان په دې تورن کړی چې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره وسلوالو ته وسلې او پیسې ورکوي.
جیمز کنینګهم د امریکا غږ سره په کرکه کې ویلي چې په دیموکراتیکو ټولنو کې ټاکنې تل ګټونکي او بایلونکي لري او باید دا اصل ټول ومني.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د شپږ زرو صندوقونو د رائیو د بیا شمیرلو ځانګړې لړۍ نن د نړیوالو او افغان څارونکو تر څارنې لاندې پیل شوه.
د ټاکنو کمیسیون وایي، د ځانکړې پاملرنې لاندې د رائیو د ۶۰۰۰ صندوقونو د پلټنې لپاره چمتوالی روان دی او ښایي پلټنه سبا ته پیل شي.
ولسمشر کرزي، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته ویلي چې د ټاکنو پايلې په هر ډول چې کيږي، باید د روانې میاشتې تر پایه اعلان شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید اشرف غني احمدزي ویلي دي چې که دې ټاکنې وګټي د سیال کاندید سره به واک ونه ویشي.
ولسمشر کرزي په داسې حال کې حکومت ته د نوي ولسمشر سره د همکارۍ امر کړی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رائیو باطلول پیلوی.
په دغه ګډه اعلامیه کې د اجرائیوي رئیس ټاکل او په دوه کالو کې د صدراعظم د څوکۍ د رامنځ ته کولو لپاره د لوی جرګې رابلل ځای کړل شوي دي.
کرزي د جان کېري سره په کتنه کې ویلي چې افغانان د ټاکنو د پایلو اعلان ته سترګې په لار دي او باید پایلې په همدې میاشت کې اعلان شي.
ولسمشر کرزي نن د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې باید د انتخاباتو پایلې په روانه میاشت کې اعلان شي
د جموري ریاست د دواړو کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه وایي چې تر اوسه د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب له دوی سره اړیکې نه دي نیولي.
د عبدالله عبدالله ټیم وایي د ملگرو ملتونو له خوا ددغه ټیم د غوښتنو د زیاتې برخې له منلو وروسته یې نن د رائیو د پلټنې بهیر مخه کړه.
د رائیو د پلټنې بهیر د څلورو ساعتونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د عبدالله عبدالله د څارونکو په نشتون کې پیل، خو بیا بیرته وځنډول شو.
نور پورته کول