د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ځینو پریکړو د وضاحت لپاره یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړې بیرته هغه کمیسیون ته استولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وایي، د ملي یووالي له حکومت پرته د نورو لارو غوره کول افغانان د کړکیچ او جنګ سره مخ کوي.
د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د منځګړیتوب پریکړه کړې ده.
د عبدالله او احمدزي ټاکنیر ټیمونه وایي، د دوی ترمنځ په سیاسي موافقې کې د ځنډ یو لویی علت د وروستیو پایلو د اعلان په سر د نظر اختلاف دی.
د کورنیو چارو وزیر وایي، امنیتي ځواکونه د هیواد د سیاسي کړکیچ له امله د هر ډول امنیتي گواښ د رامنځ ته کیدو په وړاندې بشپړه وړتیا لري.
عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي نن هم د اختلاف وړ مسلو په اړه خبرې کړي، خو دواړه ټاکنیز ټیمونه وایي، په خبرو کې پرمختګ ډیر نه دی.
ولسمشر کرزي د دیني عالمانو سره په یوه غونډه کې هیله ښودلې چې په یوې یا دوه ورځو کې به عبدالله او احمدزی سر ه موافقې ته ورسیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله د رایو د پلټنې په باب وروستۍ علني غونډه د یکشنبې ورځې ته ځنډیدلې ده.
په ارگ کې د کاندیدانو ترمنځ نننۍ غونډه ځنډیدلې او د عبدالله ټیم د خپل سیال ټیم د مشر وروستیو څرکندونو ته سخت عکس العمل ښودلی.
نن په کابل کې د هند هیواد په مرسته د افغانستان تر ټولو ستر ملي بیرغ د وزیر محمد اکبرخان د غونډۍ د پاسه و رپول شو.
د ټاکنو خپواک کمیسیون وایي چې تر راتلونکو دوو ورځو به د رایو د پلټنې د بهیر ټولې تخنیکي چارې بشپړې شي.
عبدالله وایي لکه چې تمه یې لرله د رایو ١٠٠٪ پلټنې، تقلبي رایې د پاکو رایو نه بیلې نه کړای شوې نو ځکه د تقلبي رایو پایلې هم د منلو نه دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په رسمي ډول د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د ١٠٠٪ رایو د بیا پلټې د بهیر پای اعلان کړه.
احمد ضیا مسعود د اجرایی رئیس د واک په سر د خپل مقابل ټیم غوښتنې د اساسي قانون د ارزښتونو په خلاف بولي.
د جموري ریاست ویاند ایمل فیضي وایي، جمهور رئیس کرزی به د پغمان د پیښې د مجرمینو د اشد مجازات د حکم په لاسلیک کې ځنډ ونه کړي.
د عبدالله ټاکنیز ټیم وایي، که تر راتلونکو ٢۴ ساعتونو پورې یې غوښتنې و نه منل شي، د خپل سیال ټیم سره به روانې سیاسي خبرې بندې کړي.
یوناما وایي یان کوبش نن په کابل کې د امریکا د سفیر په ګډون په یوه غونډه کې عبدالله او احمدزي ته د ټاکنو د بهیر په باب معلومات ورکړي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وایي، د احمدزي او عبدالله ترمنځ د پنجشنبې په غونډه کې دواړو مشرانو د نوې کاري ډلې په جوړیدو موافقه وکړه.
د ټاکنو د بهیر نه د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د وتلو وروسته د برتانیې صدراعظم دواړو کاندیدانو سره خبرې تیلیفوني کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو د استازو د شتون پرته به د رائیو پلټنې ته دوام ورکړي.
نور پورته کول