د افغانستان لپاره د بریتانیې پخوانی سفیر نېکولاس کې وايي، د دوحې په غونډه کې طالبانو نه ګډون ددغه ډلې او افغانستان لپاره ښه پایلې نلري او دی د افغانستان راتلونکي ته هېله من نه دی.
د پښتنو د حقونو دپاره د خدایي خدمتګار غورځنګ بنسټ اېښودونکي عبدالغفار خان اونۍ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې یو شمېر کتونکي د هغه مبارزه بې نتیجې او ځینې نور یې ګټوره بولي.
د شنونکو باور په دې وروستیو کې د هند او طالبانو ترمنځ اړیکي تر یوې کچې ګرمې شويدي، خو په وینا یې، د دغو اړیکو د غوړیدو په وړاندې لا هم یو شمېر خنډونه موجود دي.
د ګیلپ تحقیقاتيادارې تازه سروې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په څېر سږکال هم د افغانستان د نفوس لویه برخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د کورني عاید له کمښته سر ټکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان (ایف اې او) مشر، ریچارډ ټرینچرډ، وايي د ۲۰۲۱ له دسمبر راهیسې د طالبانو څه باندې ۱۷۳ فرمانونو په افغانستان کې خیریه چارې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین وايي طالبان یوازې د خپل قدرت د ساتلو په فکر کې دي، د نړیوالو غوښنې یې له پامه غورځولي او دا کار سبب شوی چې مرستندوی هېوادونه د افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لارې خپلې مرستې کمې کړي.
د پاکستان یو لوړپوړي پاکستاني پلاوي په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د پاکستاني طالبانو مخنیوی ونکړي، نو پاکستان به د افغانستان دننه د "تحریک طالبان پاکستان" پر ضد اقدام وکړي.
د پاکستان په ملي خزانه کې د پیسو تمامېدو ددغه هېواد اقتصاد د سقوط له خطر سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې نه توجیه کېدونکي بللي او د بین الافغاني خبرو د پیلېدو پر ارزښت یې ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د نفوسو اداره وايي د افغانستان نفوس په چټکۍ سره زیاتیږي او دا کار ښايي په راتلونکې کې ددغه هېواد دپاره د ستونزو لامل شي.
په پاکستان کې افغان خبریالانو د اسلام آباد د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې چې د روان کال د ډیسمبر له ۳۱ نېټې وروسته به بې اسنادو کډوال زندان ته واچوي.
د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د پوهنتونونو د نړیوالو خدماتو د سازمان په کوربتوب تېره اونۍ یوه غونډه کړې. پدغه غونډه کې په جرمني کې میشتو یو شمیر افغان پوهانو او پخواینو چارواکو ګډون کړی و. دغې غونډې په جرمني کې د افغانانو لپاره د يو انلاین پوهنتون د جوړولو پرېکړه وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته، پاکستاني طالبانو یو ځل بیا په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړی او دغه هیواد یې دې ته اړ کړی چې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې سره د خبرو ته کښیني.
خلیلزاد افغانستان څخه د سرتېرو د وېستلو شرایط بیا په ډاګه کړل
طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټیم مشر محمد معصوم ستانکزی وايي چې د سولې په خبرو کې بايد هغه ارزښتونه چې افغان ولس ورڅخه ملاتړ کوي، قرباني نشي.
په نړۍ کې یو شمېر هنري ډلې هڅه کوي د خپل هنر او موسیقۍ له لارې د کرونا له کبله په کورونو کې قرنطین شوي خلک خوشحال او ارام وساتي.
د کرونا ناروغي که له یو اړخه ستونزې او مشکلات جوړ کړي، له بل اړخه یې د ژوند په ځینو برخو کې یو شمېر انسانان ځینو نوښتونو ته اړ کړي.