د لاس رسي وړ اتصالات

'عدم تشدد فلسفه'؛ د پښتنو د حق دپاره د باچا خان مبارزه ګټوره که بې نتیجې وه؟


له چپ نه ښۍ ته: باچا خان، د جنوبي افریقا نلسن منډېلا، د هند مهاتما ګاندي او د امریکا مارټین لوتر کینګ
له چپ نه ښۍ ته: باچا خان، د جنوبي افریقا نلسن منډېلا، د هند مهاتما ګاندي او د امریکا مارټین لوتر کینګ

د پښتنو د حقونو دپاره د خدایي خدمتګار غورځنګ بنسټ اېښودونکي عبدالغفار خان اونۍ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې یو شمېر کتونکي د هغه مبارزه بې نتیجې او ځینې نور یې ګټوره بولي.

عبدالغفار خان چې په باچا خان مشهور دی، نږدې اته لسیزې د پښتنو د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حقونو دپاره د عدم تشدد ولسي مبارزه کړې ده. کتونکي وايي، هغه غوښتل چې په پښتنو کې د تاوتریخوالي دود ختم شي او پښتانه پوهنې او پرمختګ ته وهڅول شي.

باچا خان د خپلې مبارزې پر مهال، د بریتانوي هند، او وروسته د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۳۷ کاله قید تېر کړی. لیکوال او څېړونکی امجد شهزاد د هغه مبارزه اغېزمنه بولي.

هغه وايي: "د ولسي وېښتابه لپاره باچا خان جلسې جلسونه، ژورنالیزم، افغان مجله یې پېل کړه. کلي په کلي یې له شاعرانو او هنرمندانو څخه مرسته وغوښتله، او ازاد ښوونځي یې جوړ کړل. دغه ښوونځو د ولس په ويښتابه کې ستر رول ولوباوه."

نور شنونکي هم په دې باور دي چې د باچا خان مبارزې د پښتنو پر ژوند هراړخېزې اغېزې لرلي دي. د صوابۍ پوهنتون استاد ایلم خان وايي دغه اغیزې نن سبا هم محسوسې دي.

ایلم خان امریکا غږ ته وویل: "په سیاست کې باچا خان په پښتنو کې د طبقاتي سیستم پر خلاف مبارزه وکړه. په خدايي خدمتګارانو کې یې دندې هغو عامو خلکو، هنرمندانو او کسبګرو ته ورکړې وې چې خلکو ورته په سپکه سترګه کتل. دغه ډول نوموړي د پښتنو لپاره شاوخوا ۱۳۰ ښوونځي جوړ کړي وو، کلي په کلي یې جرګې جوړې کړې وې، او د پښتنو د سیاسي ويښتابه لپاره یې کار کړی وو."

خو د باچا خان پر ولسي مبارزه نېوکه دا ده، چې نوموړي پښتانه د هند د انګلیسي واکمنو پر وړاندې له وسله والې مبارزې څخه راوګرځول. منتقدین اټکل کوي چې که باچا خان وسله واله مبارزه کړې وای، ښايي پښتانه به اوس په دومره ناورینونو کې نه وی ګیر. شنونکي بیا دغه نظر ردوي.

د تاریخ لیکوال اسفندیار درانی وايي: "پښتنو که پدغه وخت کې جګړه هم کړې وای، د انګریز پر خلاف یې که ټوپک او وسله کارولی هم وی، نو زما په خیال به هم هغه شان کامیاب شوي نه وای. د انګریزانو سره چې کومې وسلې او الوتکې وې، په هغه کې انګریز بریالی وو، ځکه د پښتنو سره د دوی په څېر وسله نه وه."

پوښتنه دا ده، چې اوس چې د هند له ویش څخه شاوخوا ۷۶ کاله کېږي، د باچا خان فکر او فلسفه د پښتنو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره څومره اغېزمنه ده؟

د ملي عوامي ګوند د مرکزي کمېټې غړی اعجاز یوسفزی وايي: "د باچا خان د فلسفې د دوه برخو، پوهې او یووالي ته، د پخوا په پرتله اوس زیاته اړتېا ده. پښتانه چې نن سبا له کومو لانجو او ان د بقا د ستونزې سره مخ دي، د دې لپاره یووالی او پوهه تریاک دي."

د شنونکو په وینا، په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې د پېر روښان، او په اولسمه پېړۍ کې د خوشال خان خټک له مبارزو وروسته، باچا خان په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د سیاسي او کلتوري ویښتیا لپاره دریمه ستره مبارزه ترسره کړې ده.

باچا خان په ۱۹۸۸ کال کې له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو او مړی یې د هغه کال د جنوري په ۲۰مه د نوموړي له وصیت سره سم د ننګرهار په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو. هر کال د جنوري شلمه، د باچا خان تلین نماځل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG