په خوست کې د سبزيجاتو په پالېزونو يو ډول ناروغي ګډه شوې ده، چې له امله یې بوټي وچیږي، کروندګر پر دولتي مسئولینو غږ کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
افغان پوځ وايي چې له ننګرهار وروسته یې په پکتيا کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه افغان ملي امنيتي او دفاع ځواکونو ګډ نظامي تطبيقات ترسره کړي دي.
د پکتيا حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د يوه کور د ديوال غورځېدو له کبله د يوې کورنۍ اووه ماشومان مړه شوي دي.
په خوست کې د نشه يي توکو یو پخوانی معتاد وايي چې د نشو تر پرېښودو وروسته يې اوس ژوند ښه شوی دی، هغه له معتادینو غواړي چې باید له نشه یي توکو څخه د ژغورنې لپاره سالمه بوختیا پیدا کړي.
په خوست کې باغوانان د بادامو له حاصل څخه خوښ دي او وايي له یوې خوا د دوی اقتصاد ورسره ښه شوی او له بلې خوا د نشه يي توکو ښه بدیل دی.
په پکتيا کې د ملي اردو يو پخوانی سرتېری وايي، غوښتل يې چې د اردو يو پياوړی او برجسته افسر شي، خو په نشو اخته کېدو يې دا هيله له خاورو سره خاورې کړې.
د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو دريو ساتونکو سره نن سهار شاوخوا پنځه بجې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د پکتيا او پکتيکا ولايتونو چارواکي وايي، چې د ډنډپټان او انګور اډې لارې نن د افغانستان او پاکستان د امنيتي منسوبينو له لوري د دوه اړخيزه سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شوې.
د پکتيا يو شمېر بزګران د غنمو د ښو تخمونو د نشتوالي له امله سږ کال د غنمو حاصلاتو ته خوښ نه دي او وايي چې د حاصلاتو د خرابوالي له امله مجبور دي چې د بنګو کرکيلې ته مخه کړي.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت له امنیتي مسئولینو غوښتنه لري چې د نشه يي توکه پرضد مبارزه جدي ونيسي د دوی په باور نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی د معتادینو د زیاتوالي لامل شوی دی.
په خوست کې سیمه ییزو سندرغاړو چې پخوا یې په ودونو او نورو مراسمو کې د نشو په اړه سندرې ویلي، اوس له هغه ډول سندرو لاس اخیستی چې ځوانان يې د نشه يي موادو څکولو ته هڅول.
د پکتيا حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په څمکني ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو يو تن افغان سیک تښتولی دی.
ولسمشر غني له افغان امنیتي بنسټونو څخه غوښتي چې د دیني علماو امنیت ټینګولو ته جدي توجه وکړي.
په خوست کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د يوې کورنۍ اووه غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.
مدني فعال نقیب الله ځلاند چې په خوست کې یې پر ديوالونو د نشه يي توکو د زيانونو په اړه د پيغامونو د ليکلو لړۍ پيل کړې وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه د ټولنې د هر غړي مسئولیت دی.
د لوګر حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز کې ناپېژاندو وسله والو د يوې کورنۍ څلور ښځينه غړې وژلې دي.
د خوست پوليس وايي، د دغه ولايت په عليشېرو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د اسلامي حزب د يوه غړي په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
د خوست يو شمېر کروندګر وايي چې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د کمښت له امله يې هر کال د غنمو حاصلات کمزوري وي.
د لوګر پوليس وايي چې د دغه ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې وسله والو کسانو دوې خويندې ويشتلي او وژلې دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت د سيد کرم ولسوالۍ امنيه قوماندان د سړک غاړې په بمي چاودنه کې له خپله يوه ساتونکي سره وژل شوی دی.
نور پورته کول