زیلنسکي له نړۍ وغوښتل د اوکراین لپاره د 'عادلانه سولې' ملاتړ وکړي

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي چې شنبه جون ۱۵ ( غوایي ۲۶) یې په سویس کې د نړۍ مشرانو ته خپل د سولې لس ماده ایز پلان وړاندې کاوه، وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په روسیې فشار راوړي.

زیلنسکي په خپلو خبرو کې وویل: "فکر کوم مونږ به د مشرانو په دې غونډې کې د تاریخ جوړیدو شاهدان اوسو.هر څومره ژر چې امکان لري، عادلانه سوله دې برقراره وشي."

د اوکراین مشر دا څرګندونې د سویس بورګن استاک په تفریحي ښار کې په غونډې کې وکړلې چې د شاوخوا ۹۰ هیوادونو مشران پکې د دوه ورځنۍ غونډې لپاره راټول شویدي.

د زیلنسکي د څرګندونو څخه وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم په اوکراین کې د جګړې بندیدو لپاره خپل شرطونه په ډاګه کړل. پوتین د جمعې په ورځ وویل چې مسکو به یوازې هغه وخت اوربند وکړي او د سولې خبرې پیل کړي چې اوکراین خپلې څلور سیمې پریږدي او په ناټو کې د غړیتوب له هڅې لاس واخلي.

پوتین په مسکو کې روسي دپلوماتانو ته په یوې تلویزیوني وینا کې وویل: "اوکرایني ځواکونه باید په بشپړه توګه د دونیتسک د خلکو جمهوریت، د لوهانسک د خلکو جمهوریت، خرسون او زاپوریژیا سیمو څخه ووځي."

روسیه ادعا کوي چې په ۲۰۲۲ کې یې څلور سیمې له خپلې خاورې سره ضمیمه کړې، دا پداسې حال کې دي چې په هیڅ یوه سیمه بشپړ کنټرول نه لري.

زیلنسکي ویلي چې د اوربند لپاره د روسیې د جمهور رئیس وړاندیز داسې مهلت دی چې باور پرې نشي کیدی. هغه چې د جي-۷ هیوادونو مشرانو غونډې پر مهال یې د ایټالیا یو تلویزیون سره مرکه کوله وویل چې که چیرته د اوربند لپاره د پوتین شرایط ومنل شي، بیا هم هغه په اوکراین کې خپل نظامي اهداف پر مخ یوسي.

د اوکراین مشر زیاته کړه: "دا د مهلت ورکولو پیغامونه دي چې د پخوانیو پیغامونو سره هیڅ توپیر نلري. دا عین هغه څه دي چې هټلر به کول او له همدې کبله باید پدې پیغامونو باور ونکړل شي."

د اوکراین جمهور رئیس په دې غونډې کې د ډېرو هیوادونو د مشرانو ګډون ته د خپل هیواد لپاره د بري په سترګه ګوري او هیله څرګنده کړه چې د همدې غونډې په ترڅ کې خپرې شوې اعلامیې به د سولې پروسې لپاره پلان جوړولو کې مرسته وکړي.

په دې غونډې کې روسیې ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او دا چې چین په کې د ګډون لپاره زړه نا زړه دی، هغه هیلې یې تتې کړي چې روسیه به په نړیواله کچه منزوي شي.

د اوکراین مشر د غونډې په لومړۍ ورځ وویل: "اوکراین هیڅکله دا جګړه نه غوښته. دا له روسیې لخوا یو جنایي او په بشپړه توګه نه توجیه کیدونکی تیری دی."

د نړۍ مشران په سویس کې د اوکراین په ملاتړ داسې مهال راغونډ شوي چې چې واشنګټن او کیف لس کلن دوه اړخیز امنیتي‌ تړون لاسلیک کړ.

د اوکراین ولسمشر د دغه تړون لاسلیک کېدل له روسیې سره په روانې جګړې کې د خپل هېواد لپاره تاریخي ‌وګڼل. د تړون په اساس، متحده ایالتونه به د راتلونکې یوې لسیزې لپاره اوکراین ته یو لړ پوځي مرستې برابروي او زیلینسکي‌ دا تړون په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره یو پل هم وباله.

د تړون په متن کې راغلي دي چې په تړون کې د امنیت په اړه د مرتبطو ژمنو هدف «په نننۍ جګړې کې د اوکراین د بري د هڅو ننګه او په اینده کې د روسیې د پوځي یرغل مخنیوی» دی.

په دغه امنیتي تړون کې ویل شوي‌ دي چې په اینده کې به د روسیې له هر وسله وال برید څخه وروسته امریکا او اوکراین په ۲۴ ساعتونو کې دننه «په لوړه کچه» مشوره کوي.