نامتو هندي هنرمند ذاکر حسین د ۷۳ کلنۍ په عمر ومړ

ذاکر حسین

د هند د کلاسیکې موسیقۍ نامتو هنرمند ذاکر حسین چې د طبلې په غږولو یې نړیوال شهرت موندلی و، د یکشنبې په ورځ، دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵)، د ۷۳ کلنۍ په عمر مړ شو.

د ذاکر حسین کورنۍ په یو بیان کې ویلي چې نوموړي د سږو له اوږدې ناروغۍ وروسته د متحده ایالاتو د کالیفورنیا د سان فرانسیسکو ښار په یو روغتون کې ساه ورکړه.

په بیان کې ویل شوي: "د یو ښوونکي او مربي په توګه د هغه هڅو په بې شمیره موسیقي غږوونکو نه هیریدونکې اغیزې پرې ایښي دي. هغه هیله لرله چې راتلونکی نسل نور هم وهڅوي. هغه د کلتوري سفیر او د هر وخت ترټولو لوی موسیقي غږوونکي په توګه یو بې ساری میراث پرېښود."

ذاکر حسین په کلاسیکې موسیقۍ کې د طبلې تر ټولو پیژندل شوی غږونکی و چې په تیرو شپږ لسیزو کې یې له ډیرو نړیوالو هنرمندانو سره ګډ کار وکړ.

هغه د افسانوي طبله غږوونکي الله رکه زوی و چې په ۱۹۵۱ کال کې په ممبۍ کې زیږیدلی او په ۷ کلنۍ کې یې له خپل پلار څخه ددې آلې د غږولو زده کړه پیل کړه.

ذاکر حسین له ۱۲ کلنۍ څخه د هند د کلاسیکې موسیقۍ له مشهورو هنرمندانو سره کار کړی دی.

په یوه مرکه کې چې په هند کې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه لاس په لاس شوې، ذاکر حسین ويلي چې له زیږېدو وروسته یې پلار ورته په غوږونو کې د طبلې تالونه غږولي دي.

هغه ویلي:‌ "زه کور ته راوړل شوم، پلار ته یې په غېږ کې ورکړم. رواج دا و چې پلار به د خپل ماشوم په غوږ کې اذان کاوه... خو هغه زه په غیږ کې ونیولم، خپلې شونډې یې زما غوږونو ته نږدې کړې او زما په غوږونو کې یې د طبلې تالونه وویل."

الله رکه او ذاکر حسین دواړو ته د استاد لقب ورکړل شوی دی.

په ۱۹۷۳ کې، ذاکر حسین له مشهور بریتانوي ګیتار غږوونکي جان مکلاکلین سره د "شکتي" په نوم هنري ډله جوړه کړه. دې ډلې هندي کلاسیکه موسیقي د جاز له عناصرو سره یوځای کړه، چې په لویدیځ کې د موسیقۍ اوریدونکو ته یې د موسیقۍ یوه نوې بڼه معرفي کړه.

په ۲۰۲۴ کې ذاکر حسین د هند لومړنی هنرمند شو چې په یو کال کې یې درې د ګرامي جایزې وګټلې.

ذاکر حسین ته په ۲۰۲۳ کې د هند د "پادما ویبهوشان" دوهمه ترټولو ستره ملکي جایزه ورکړل شوه.

د هند صدراعظم نریندرا مودي ذاکر حسین "د کلتوري یووالي نښه" بللې چې د نوموړي په خبره هغه د هندي کلاسیکې موسیقۍ لارې "په نړۍ کې انقلاب راوست."

مودي په ایکس شبکه کې په یو پوسټ کې لیکلي: "هغه طبله نړیوال سټېج ته ورسوله، په میلیونونو انسانان یې د خپل بې ساري تالونو غږولو له کبله حیران کړل."

له ذاکر حسین څخه د هغه مېرمن او دوې لوڼې پاتې دي.