تل داسې ویل کېږي، چې د انسان په پوستکي باندې راختلي بخارونه باید ونه ګرول شي، ځکه داسې تصور و چې د پوستکې یو ځای ګرول خارښت نور هم زیاتوي، خو یوې نوې څېړنې بل ډول نتیجه ترلاسه کړې ده.
د پوټکي د بخارونو ګرول خورا ښه او ارام بخښونکی احساس لري، ځکه چې د جلد ګرول د درد یو خفیف احساس زېږوي او دماغو ته د شدید خارښت احساس انتقالوي. اصلي خبره دا ده، چې ماغزه د دغه ارام درد په احساسولو سره سراتونین هرمون تولیدوي چې ارام بخښونکی احساس ورکوي.
د متحده ایالتونو د پیټرسبرګ د جلدي او معافیت نارغیو متخصص دانیل کپلان، چې د دغې نوې څېړنې لیکوال دی، وایي: «ګرول خوندور دي او ښيي چې د دغه کار تکامل یو ډول ګټه کوي. زموږ څېړنه د دغه تناقص حل وړاندې کوي.»
کپلان او نورو همکارانو یې د حساسیت زېږوونکو موادو په مرسته د لابراتواري موږګانو غوږونو ته حساسیت انتقال کړ. د دوی دا څېړنه د ساینس په ژوزنال کې خپره شوې ده.
په دغې څېړنې کې ځینو موږکانو ته اجازه ورکړل شوه چې خپل غوږونه وګروي، چې په پایله کې یې د دغو حیواناتو غوږونه وپړسېدل او له نیوټروفیلونو څخه ډک شول. نیوټروفیل د وینې د حجرې یو ډول دی،چې د عفونیت او انتاناتو په مقابل مبارزې کې له بدن سره مرسته کوي.
څېړونکو وموندل چې خارښت کول او ګرول د دې لامل شول چې درد حس کوونکي عصبي سلولونه د پي په نوم کیمیايي مواد تولید کړي چې په وینې کې د مستو سلولونو د تولید لامل کېږي.
مست سلولونه د معافیتي سلولونو له ډلې څخه دي، چې د حساسیت پید کېدو په مهال د حساسیتي عکس العمل سره د مبارزې لپاره د هورمون سراتونین کیمایي موادو په څېر مواد تولیدوي. د سراتونین له کبله د حساسیتي عکس العمل په ځای کې سورالی او پړسوب پیدا کېږي.
څېړونکي وايي چې مست سلولونه د باکتریا او نورو ناروغیو زېږونکو ویروسونو په مقابل کې د بدن حفاظت کوي.
علمي تجربو ښودلې ده، چې د وجود ګرول د جلدي عفونتونو، غذايي مسمومیت، سینه او بغل، د هډوکو عفونیت او د طلايي ستافیلوکوکسونو په څېر یو شمېر باکتریاوې کموي.
له دې هر څه سره سره کپلان وایي، که د جلد ګرول زیات او مزمن وي، ممکن دوامداره ګرول یې د جلد د ژور تخریش لامل شي او د ګټې په ځای زیان اړوي.