یوتیوب د تلویزیوني شبکو د خپرونو خپرول پیلوي

عکس: د امریکا غږ له فرانسوي څانګې څخه

د الفابت شرکت چې ګوګل او یوتیوب یې یوه برخه جوړوي، غواړي چې په امریکا کې د ځوانانو د پاملرنې د جلبولو لپاره دامریکايي تلویزیوني شبکو خپرونې د یوتیوب له لارې په ژوندۍ بڼې خپرې کړي.

یوتیوب په ژوندۍ بڼې د تلویزوني شبکو د خپرونو د خپرولو له لارې غواړي له هغو شرکتونو سره سیالي وکړي چې تلویزیوني خپرونې د کیبل او سټلایټ له لارې خپروي. د یوتیوب تلویزیونډیر تمرکز به په هغو ځوانانو وي چې د تلیفون له لارې ویډیوګانې ګوري او د لوړې بیې له امله د کیبل او سټلایت له لارې وړاندې کېدونکې تلویزیوني خپرونې نه ګوري.

د ګوګل د شرکت د یوتیوب د برخې مسئولې سوزان وجتسکي د لاس انجلس په ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل د یوتیوب ټي وي خدمات به په څو راتلونکو میاشتو کې پیل شي او په میاشت کې د ۳۵ ډالرو په بدل کې به شپږ کسان په بیلابیلو حسابونو سره کولي شي چې له دغو خدماتو ګټه واخلي.

د یوتیوب ټي ويمشتریان به کولی شي چې " د یوتیوب رډ" محتویاتو لکه فلمونو، مشهورو تلویزیوني خپرونو او د یوتیوب د مشهورو ستورو خپرونو ته هم لاسرسی پیداکړي.

د یوتیوب ټي وي په جوړولوسره د ګوګل شرکت غواړي د یوتیوب هغو مشتریانو ته تازه خدمات وړاندې کې چې د یوتیوب په شبکه کې وړیا ويډیو ګانې ګوري.

د ګوګل د شرکت د یوتیوب د برخې مسئولې سوزان وجتسکي د رویټرز آژانس ته وویل" ځوان نسل د ښه کیفیت لرونکو تلویزیوني خپرونو له لیدلو سره زیاته علاقه لري او زمونږ د معلوماتو له مخې دوی نه غواړي چې له دودیزو لارو دغه ډول خپرونې وګوري".

ټاکل شوېده چې یوتیوب ټي وي په پیل کې د یو شمیر مشهورو امریکايي شبکو تلویزوني خپرونې یوازې د امریکا په یو شمیر ښارونو کې پیل کړي.د نړۍ په سطحه د دغو خدماتو د پیل کېدو په اړه لاتراوسه څه نه دي ویل شوي.

سرچینه: رویټرز