ایټالیا کې د سیند اوبه دومره کمې شوې چې د دویم نړیوال جنګ د وخت بم پکې موندل شوی

په سږني اوړي کې په یو شمیر اروپایي هیوادونو کې د تودوخې څپې نه یوازې د بې سارې ګرمۍ سبب شوي بلکې د بزګرانو د حاصلات پټي یې هم وسوځول او آن د ځینو سیندونو اوبه یې دومره کمې کړلې چې تل یې ورایه معلومیږي.

یوه بیلګه یې د ایټالیا د (پو) سیند دی. پدې سیند کې د اوبو سطحه دومره ټیټه شوې چې د دویم نړیوال جنګ د وخت یو بم پکې موندل شوی.

دا بم چې تقریباً ۴۵۰ کیلو ګرامه وزن لري د جولای د میاشتې په ۲۵ مې د ایټالیا د مانټوا ښار سره نږدې په اوبو کې موندل شوی.

نظامي متخصصینو یکشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) دا بم شنډ او وچاوه.

ډګروال مارکو ناسي چې د بم په شنډولو کې یې برخه اخیستې وه، مطبوعاتو ته وویل چې د بم ایستل او له منځه وړل آسان کار نه و.

هغه وویل، " کب نیوونکو دا بم د سیند په غاړه کې وموند. په سیند کې د وچکالۍ له کبله د اوبو کچه ډیره ټیټه شوې".

د ایټالیا پوځ ویلي چې د دې بم د خنثی کولو لپاره هغوي اړ شول چې د سیمې شاوخوا ۳ زره اوسیدونکي خوندي ځای ته وباسي.

پوځ همدارنګه د بم د شنډولو پر وخت د همدې سیمې په هوایي حریم کې د الوتکو تګ راتګ بند کړی و.

کښتۍ او د اورګاډو تګ راتګ هم د لنډې مودې لپاره ځنډیدلي و.

د سیمې ښاروال فرانسیسکو اپورتي ویلي چې په لومړي سر کې د سیمې اوسیدونکو نه غوښتل چې بل ځای ته ولاړ شي خو په وروستیو ورځو کې یې وتلو ته غاړه کیښوده.

هغه وایي که خلکو سیمه نه وه پریښې، ښایي د بم شنډول به هم ځنډیدلي و.

ویل کیږي چې دا بم په متحده ایالاتو کې جوړ شوی و او د نظامي متخصیصنو د معلوماتو له مخې په بم کې ۲۴۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي و.

د هوا د تودوخې له کبله د پو سیند په شاوخوا پرتو سیمو کې وچکالي دومره ډیره شوه چې د ایټالیا حکومت تیره میاشت هلته اضطراري حالت اعلان کړ.

دا په ایټالیا کې تر ټولو اوږ سیند دی.

د ایټالیا د کرنې د تولیداتو لپاره تقریباً دریمه برخه اوبه د همدې سیند څخه تر لاسه کیږي خو اوس یې وچکالۍ اوبه دومره کمې کړي چې په تیرو ۷۰ کالونو کې ساری نلري.