د اروپایي ټولنې د هیوادونو، بریتانیا، د متحده ایالاتو، جاپان او کاناډا څخه نیولې تر روسیې، چین، اوکراین، افریقایي اتحادیې، هند، استرالیا او د نورو هیوادونو تر مشرانو پورې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د بیا انتخابیدو هرکلی کړی دی.
ایمانویل مکرون د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ښي اړخه ګوند کاندیدې مارین لوپن ته ماتې ورکړه.
د فرانسې د جمهوري ریاست ټاکنې وروسته له هغې دویم پړاو ته ولاړې چې په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند تر ۵۰ سلنې زیاتې رایې ونه ګټلې چې منتخب ولسمشر شي.
د ښاغلي مکرون د بیا ټاکل کیدو په اړوند د اروپایي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسلا فون دیر لاین په ټویټر لیکلي چې: «زه خوشحاله یم چې خپلې عالي همکارۍ ته دوام ورکولی شو.»
د اروپایي شورا رئیس چارلس میشل لیکلي چې: «مونږ د پنځو نورو کلونو لپاره په فرانسې حساب کولای شو.»
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په خپل ټویټر لیکلي: «فرانسه زمونږ تر ټولو لرغونی متحد او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې عمده شریکه ده.»
ښاغلي بایډن زیاته کړې: «زه، د اوکراین څخه د ملاتړ، د دموکراسې د دفاع او د اقلیم د بدلون ګواښ د مخنیوي په ګډون زموږ دوامداره نږدې همکارۍ ته سترګې په لار یم.»
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر هم ښاغلي مکرون ته مبارکي ویلې او د نژدې همکارۍ په دوام یې ټینګار کړی دی.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتس، د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د کاناډا صدراعظم جستن ترودو او همداشان د استرالیا، جاپان، ایټالیا او هند صدراعظمانو ښاغلي مکرون ته مبارکي ویلې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښاغلي مکرون ته په تیلګرام کې لیکلي دي: "زه په صادقانه توګه تاسو ته ستاسو په دولتي فعالیتونو کې بریالیتوب، او همدارنګه د ښه روغتیا او هوساینې هیله کوم.»
د چین د دولتي تلویزیون په وینا ددې هیواد ولسمشر شي جنپینګ ویلي چې غواړي «د ولسمشر مکرون سره کار ته دوام ورکړي چې د خپلواکۍ، دوه اړخیز ادراک، پاملرنې او دوه اړخیرو ګټو په بنسټ دپلوماتیکې اړیکې دوام ومومي.»
ایمانویل مکرون د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې خپلې نژدې سیالې مارین لوپن ته په ۶۶ سلنه رایو سره ماتې ورکړه، دا ځل د رایو دغه توپیر ۵۸.۵۴ فیصدو ته راټیت شوی دی او په فرانسه کې، د میرمن لوپن په څیر هیڅ بل ښي اړخه کاندید هیڅکله هم د واک ترلاسه کولو ته دومره نه و نږدې شوی.
د اغلې لوپین بریا، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تودو اړیکو په لرلو تورنه ده، ښايي نړۍ حیرانه کړې وای.
په دوو وروستیو لسیزو کې ایمانویل مکرون له ژاک شیراک وروسته پدې بریالیتوب سره د فرانسې لومړی ولسمشر شو چې د دویمې دورې لپاره ټاکل کیږي.
څلور څلوېښت کلن مکرون د یکشنبې د ورځې د بریا وروسته د پاریس په مرکزي برخه کې د ایفل څلې ته څېرمه وویل چې خپل سخت ویشل شوی هیواد به متحد کړي: «له همدې شیبې زه د یو اړخ کاندید نه یم، بلکې د هر چا ولسمشر یم.» هغه زیاته کړه چې باید هغې غوسې او اختلافاتو ته ځواب وموندل شي چې «زمونږ زیات شمیر هیوادوال یې اړ کړي چې سخت دریځه ښي اړخو ته رایه ورکړي.»